منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

ګڼو پښتو او د بشري حقونو فعالانو د سولې نوبل جایزې لپاره د منظور پشتین د نومولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان، پاکستان، عربو هېوادونو، امریکا، اروپايي هېوادونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خورو ګڼو پښتنو او افغانانو او د بشري حقونو فعالانو په پاکستان کې د پښتنو د حقونو مدافع منظور پشتین د راتلونکې سولې نوبل جایزې مستحق ګڼلی دی.
منظور پشتین له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پاکستان کې د پښتنو، بلوڅو او نورو محکومو قومونو د حقونو د خوندیتابه لپاره مدني مبارزه کوي اوپه دې برخه کې د حکومت له خوا له سختو ننګونو، بندیزونو او ګواښونو سره مخ دی.
پشتین د وزیرستان اوسیدونکی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مشر دی.