استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

د استرالیايي ځواکونو یو پخوانی غړی وایي همکارانو یې په لوی لاس په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي دي. تازه استرالیايي رسنیو او یو شمېر څېړنیزو بنسټونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تېره د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو پلټنه پيل کړې ده. اې بي سي نیوز په یوه مطلب کې لیکي چې استرالیايي ځواکونه په لوی لاس ملکي، بې وسلې او بې دفاع خلک په نښه کړي دي او له کوم جرم او څېړنې پرته یې وژلي دي. دغه رسنۍ ته د استرالیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي ویلي چې دی په ځینو مواردو کې د خپلو همکارانو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو شاهد و. دده په خبره حکومت باید څېړنه وکړي او هغه پوځیان باید محاکمه کړي چې جنایت یې کړی دی او عام خلک یې وژلي دي. تر دې وړاندې هم پر استرالیايي ځواکونو دغه ډول ادعاوې شوې دي خو د استرالیا حکومت د ګڼو راپورونو له خپرېدو سره سره د خپلو مجرمو پوځیانو پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.