پر دغو کارونو بې ځایه پیسې درڅخه لګېږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

موږ او تاسو د ورځې په اوږدو کې ځينې کوچني لګښتونه لرو چې په کمه سترګه ورته ګورو، خو که د میاشتې په پای کې دغه کوچني لګښتونه سره جمع کړو، ډېرې پیسې کېږي. ځینې وخت موږ په داسې شیانو پیسې ورکوو چې په کار مو نه وي، یا په هوټل کې له خپلې اشتها او اړتیا څخه ډېر خواړه را غواړو. کله چې رسټورانټ ته ځو، د بېلابېلو خوړو نومونه اورو، فرمایش یې ور کوو او د خوړو لپاره یې را غواړو. موږ د دې خوړو په را غوښتلو کې افراط کوو، دومره خواړه راوړو چې را څخه پاتې کېږي. موږ ډېری وخت په ورځني ژوند کې ډېر داسې کارونه تر سره کوو چې کوچني راته ښکاري، خو له مالي اړخه یې پایلې زموږ پر زیان وي. له پورتنیو مواردو پرته ډېر نور داسې شیان هم شته چې هېڅ مو ورته پام نه وي، ډېر  وروسته مو بیا پام کېږي چې له خپلو پیسو سره مو څومره بې پروایي کړې ده. د دې لپاره چې د دغو کوچنيو مصارفو مخه ونیسی، دا لیکنه تر پایه ولولئ.

۱- د هغو خوراکي توکو له اخیستو ډډه وکړئ چې د پایښت وخت یې کم وي

په پلورنځیو کې له اړتیا پرته او د ډېرو خوراکي توکو اخیستل اصراف بلل کېږي، ځکه یو خو یې له لومړي سره د پایښت وخت کم وي او بل دا چې که ژر ورته اړتیا پیدا نه شي، پیسې مو پر اوبو لاهو کړې. د خوراکي توکو له اخیستو مخکې مو خپل غذایي پروګرام جوړ کړئ او خوراکي توکي له خپل پروګرام سره سم وپېرئ. که تاسو د خپل غذایي پروګرام له مخې خوراکي توکي واخلی، نو له اصراف څخه به مو ډډه کړې وي. د پېرلو پر مهال د غذایي موادو د پایښت نېټې ته پام وکړئ او هغه توکي واخلئ چې د پایښت کافي تاریخ ولري.

۲- د نرخونو نه پرتله کول او چنې نه وهل

ځینې مغازې د خپلو توکو بیې لوړوي څو د تخفیف په پلمه پېرودونکي راجلب کړي؛ ځکه ډېری وخت له تخفیف وروسته هم د ځینو توکو بیې له اصلي قېمت لوړې وي. له پېرلو مخکې د نرخونو پرتله کول له تاسو سره مرسته کوي څو له دې ډول تخفیفونو خبر شی. له دې سره په څنګ کې د انټرنېټ په نړۍ او د خپلې شاوخوا په مغازو کې د نرخونو بیې سره پرتله کول در سره مرسته کوي چې د توکو اصلي قېمت پیدا کړی او یا دا چې هغه توکي چې اوس ورته اړتیا نه لری، خپل اصلي فصل ته پرېږدی.

۳- د برنډ توکو اخیستل

په ډېری مواردو کې هغه توکي چې برنډ دي، له نورو عادي توکو سره چندان توپیر نه لري او ان کله کله ور سره یو شان وي. یوازې توپیر یې دا دی چې د عادي توکو بیې د برنډ توکو له نیمایي سره برابرې دي. هڅه وکړئ چې د ډېرو توکو په اخیستو کې لکه د مینځلو توکي، غلې، حبوبات، مسالې، سبزۍ او نورو کې په برنډ پسې ونه ګرځئ او خپلې پیسې مو بې ځایه ونه لګوئ.

۴- په لږ کارېدونکو توکو پیسې ورکول

ځینې وخت په داسې شیانو باندې پیسې لګوو چې ورته اړتیا نه وي او یوازې یو یا دوه ځله یې کاروو  يا په ورزشي کلپ کې نوملیکنه کوو، خو په میاشت کې له دوو یا دریو ځلونو زیات نه ورځو. د دې لپاره چې دغه ډول بې ځایه لګښتونه را کم کړو، نو ښه ده چې د هر کار له کولو مخکې د هغه په اړه ښه فکر وکړو. که په رښتیا هم کلپ ته د تلو لېواله نه یاست، نو نوملیکنه مه پکې کوئ او یا دا چې هغه څه مو چې جدي پکار نه دي او له یو یا دوه ځلو یې زیات نه کاروی، هېڅکله پرې پیسې مه ورکوئ.

۵- له عوایدو زیات مصارف

که مو مصارف له سپما زیات وي، نو په دې مانا ده چې له عوایدو هم زیات دي. له اعتباري کارت څخه کار اخیستل او یا له اړتیا پرته د شیانو پېرل د دې لامل کېږي چې له عوایدو زیات لګښت وکړی. د دې لپاره چې له دې درنو او بې ځایه لګښتونو څخه مو مخنیوی کړی وي، نو د ژوند تګلاره مو بدله کړئ.

۶- د کارونو ځنډول

ځینې وخت د کارونو ځنډول او پر وخت نه تر سره کول د دې لامل کېږي چې لوړه بیه پرې کړی. د بېلګې په توګه، که د الوتکې ټیکټ پر وخت واخلی او د مسافرۍ پر مهال مخکې له مخکې په هوټل کې کوټه ریزف کړی، سپما به مو کړې وي. ځینې وخت په وروستیو شېبو کې هم د تخفیف او د بیې د کمېدو وړاندیز درته کېدای شي، خو شمېر او تنوع یې بیا هغسې نه وي لکه په لومړي سر کې چې درته ګټه کوي. که د خپل سفر لپاره مخکې له مخکې پروګرام ولری، پر وخت د الوتکې ټيکټ واخلی او یا مخکې له مخکې په هوټل کې کوټه کرایه کړی، ګټه به مو کړې وي.

۷- تل د نویو شیانو اخیستل

نوی محصول خپل ځانګړی جذابیت لري چې په سختۍ یې سړی له څنګه تېرېدای شي. معمولاً نوي توکي ګران هم وي چې هر څوک یې د اخیستو وس نه لري. ډېری الکترونیکي توکي ورځ تر بلې نوي کېږي، زاړه هغه یې هم زموږ اړتیا پوره کولی شي، نو د نویو موډلونو لپاره یې ډېره اړتیا نه لیدل کېږي. ډېری کسان بازار ته د نویو توکو په راتلو خپل زاړه وسایل بدلوي، په داسې حال کې چې زاړه یې له کاره نه وي لوېدلي او ورځنۍ ستونزې یې پرې حل کېږي. داسې هم نه ده چې ټول زاړه توکي له کاره لوېدلي وي. تاسو هم که د کور وسایلو ته اړتیا لری، لومړی داسې یوې مغازې ته ور شئ چې دویم لاس توکي خرڅوي؛ ځکه کېدای شي په همدې دویم لاس توکو کې د خپلې خوښې ښه او د کار شی په ډېره کمه بیه تر لاسه کړی.

د دې لپاره چې خپل مصارف مو را کم کړي  وي، له پېرلو مخکې د اخیستونکو توکو لېست برابر کړئ. دویم ځلې یې له سره وګورئ او دقت وکړئ چې کوم څه ته لا هم ډېره اړتیا نه لری، له اخیستو یې تېر شی. په دې سره به مو خپلې پیسې سپما کړې وي او له بې ځایه لګښت څخه به مو یې مخنیوی کړی وي.