میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې او هوایي بریدونو له امله طالبانو او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. یوې سرچینې ویلي چې د میدان وردګو ولایت په ده افغانان سیمه کې امنیتي ځواکونه له درې ورځو راهیسي د طالبانو په کلابندۍ کې وو، خو کله چې مرستندویه هوایي ځواکونه سیمې ته رسېدلي پر طالبانو او امنیتي ځواکونو یې هوایي بریدونه کړي دي.سرچینه وایي، چې په دې هوایي بریدونو کې د لسګونه طالبانو په ګډون لږ تر لږه دېرش امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي. د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي بیا سپوږمۍ راډیو سره خبرو کې هوایي برید رد کړی خو په وینا یې؛ په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۶ وسله وال او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي. هغه زیاته کړې چې د برید پر مهال د وسله والو له لوري یو توغول شوی توغندی د ملکي وګړو پر کور لګېدلی دی چې له امله یې یوه ماشومه وژل شوې او څلور نور ټپیان دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.