د برېښنا بېل څنګه را کم کړو؟

کله چې له کوره بهر وی، د کوټې ګروپونه، بایلر او نور غیر ضروري شیان له برېښنا وباسئ. هېڅ داسې دلیل نشته چې په کور کې ستاسو د نشتون په صورت کې باید دغه شیان روښانه وي او بې ځایه برېښنا مصرف کړي. له سختې اړتیا پرته پکه مه روښانه کوئ. که تاسو په راتلونکې کې د خپل کور خوبونه وینی، نو د رښتیا کولو لپاره یې باید چې یو څه قرباني ورکړئ. سپما کول په دې مانا نه دي چې تاسو باید سخت او لاس تنګی ژوند تېر کړی، سپما یانې د بې ځایه او بې مورده لګښتونو مخنیوی، څو په راتلونکې کې د بل له احتیاجه خلاص او خپل ژوند مخ ته یوسی او د هرې ناڅاپي پېښې پر وړاندې په ډاډه زړه ودرېږی. ایا دا جمله مو کله اورېدلې چې میلیارد له میلیون، میلیون له زرو، زر له سلو، سل له لسو او لس له یوه نه جوړ شوي؟؟ له څاڅکو دریاب جوړېږي چې داسې ده، نو خپلې یوې افغانۍ ته هم ارزښت ورکړئ، سمې او پر خپل ځای یې مصرف کړئ.