د سکرین لاندې لرونکي موبایل سیلفي کامره

زي ټي اي نومې چینایي کمپنۍ په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ لومړنی مخ‌پاڼې لاندې سېلفي کامره لرونکی ځیرک موبایل چې اکسون۲۰ ۵جي نومول شوی و، خرڅلاو ته وړاندې کړ. اوس دغې کمپنۍ خپل اکسون۳۰ نومي ځیرک موبایل کې د دې ټکنالوژۍ نورې هم پرمختللې بڼې وړاندې کړې. د سامسُنګ په ګډون ځینې نورې مشهورې کمپنۍ هم د مخ‌پاڼې لاندې سېلفي کامرې په ټکنالوژي کار کوي، خو زي ټي اي لومړنۍ کمپنۍ ده چې دغه ټکنالوژي لرونکی ځیرک موبایل يې خرڅلاو ته وړاندې کړی. دغه ځیرک موبایل تر ټولو وړاندې چین کې خرڅلاو ته وړاندې شوی او ډېر ژر به نورو هېوادونو کې هم خرڅلاو ته وړاندې شي. اکسون۳۰ ۵جي کې ۶٫۹۲ انچه امولېډ فول اېچ ډي پلس ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوې چې له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې د مخ‌پاڼې لاندې سېلفي کامره لري. مخ‌پاڼه کې اووه پوړیزه جوړښت ورکړل شوی څو د کامرې سېنسر ته ډېره رڼایي ورسېږي او غوره کیفیت لرونکي تصویرونه واخلي.