شیاومي تر سکرین لاندې کامره لرونکی موبایل معرفي کوي

سامسُنګ کمپنۍ رسماً اعلان کړی چې د اګست په ۱۱مه به خپل نوي قاتېدونکې مخ‌پاڼې لرونکي ځیرک موبایلونه چې سږکال به د ګلکسي نوټ لړۍ پر ځای وړاندې کېږي، معرفي او خرڅلاو ته وړاندې کړي. دغو ځیرکو موبایلونو کې به ګلکسي زي فولډ۳ د سامسُنګ کمپنۍ لومړنی مخ‌پاڼې لاندې سېلفي کامره لرونکی ځیرک موبایل وي. خو اوس شیاومي کمپنۍ د اګست په ۱۰مه یوه رسمي غونډه اعلان کړې چې پکې به خپل نوی ځیرک موبایل او ټبلېټ خپلو مینه‌والو ته ور وپېژني. که څه هم په دې اړه چې شیاومي کمپنۍ به دغه غونډه کې کوم ځیرک موبایل وړاندې کوي، څه نه دي ویل شوي، خو اټکل کېږي چې دغه ځیرک موبایل به شیاومي مي مېکس۴ وي. دا به د شیاومي کمپنۍ هم لومړنی مخ‌پاڼې لاندې سېلفي کامره لرونکی ځیرک موبایل وي. د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه ځیرک موبایل به ۶٫۶۷ انچه اولېډ ډوله مخ‌پاڼه، د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ یا سنپ ډراګن۸۸۸ پلس ډوله پروسېسر، ۱۲ ګېګابایټ رم، ۵۱۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا او ۵۰۰۰ ملي امپیره له ۱۲۰ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوونکې بېټرۍ ولري.