انر کمپنۍ خپل د پلې۵ ټي پرو لړۍ نوی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ارزان بیه ځیرک موبایل کې ۶٫۶ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ورکړل شوې. دغه ځیرک موبایل کې د مېډیاټېک کمپنۍ هېلیو جي۸۰ ډوله پروسېسر ورکړل شوی، چې له ۴جي اېل ټي اي څخه د ملاتړ وړتیا هم لري. پلې۵ ټي پرو نومی دغه ځیرک موبایل به تر ټولو وړاندې چین کې خرڅلاو ته وړاندې شي او ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې به ولري. دغه ځیرک موبایل کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۲۲٫۵ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي او یوازې ۳۰ دقیقو کې ٪۵۳ چارجېږي. شاتنۍ برخه کې دوې کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۴۹۹ چینايي یوان (تقریباً ۱۸۵۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده.
انر خپل نوی ارزان بیه موبایل معرفي کړ
- Categories: ژوند
Related Content
بایډن: کانګرس دې د افغانانو د بیا میشتیدنې پلان تصویب کړي
by
Hameed Hamidi
سپتمبر 1, 2023
له ماشومانو سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ
by
Hameed Hamidi
اگست 11, 2021
وټساپ د لوړ کیفیت تصویرونو او وېډیوګانو لېږل ممکنوي
by
Hameed Hamidi
اگست 10, 2021
شیاومي تر سکرین لاندې کامره لرونکی موبایل معرفي کوي
by
Hameed Hamidi
اگست 8, 2021
د سکرین لاندې لرونکي موبایل سیلفي کامره
by
Hameed Hamidi
اگست 4, 2021