د واک د وېش غو‍ښتنې او ناوړه پایلې

په تهران کې له اسماعیل خان او احمد مسعود سره د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر لیدنې ته بېلابېل غبرګونونه ‍ښودل شوي دي. ځیني کسان دا کړنه ستايي او وايي چې له افغانانو سره د خبرو دروازې باید تل پرانیستې وي،‌ خو ځیني کسان ددې لیدنې مخالف دي، ځکه دوی وايي چې په دې ډول د هغوی مخالفت په رسمیت منل کېږي او هغوی ته ارزښت ورکول کېږي، چې دا چاره زیانونه لري. د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت ډېری چارواکي او د طالبانو مخالفین له افغانستان څخه وتلي او په نورو هېوادونو کې اوسېږي. په دوی کې ځیني اوس هېڅ فعالیت نه لري، ځیني یوازې خپلمنځي ناستې لري، خو ځیني په افغانستان کې د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت خبرې کوي، چې تر اوسه یې په افغانستان کې د پام وړ څه نه دي کړي. احمد مسعود او اسماعیل خان له همدې ډلې دي چې په افغانستان کې د مقاومت خبرې کوي او وايي‌ چې د اسلامي امارت پر ضد به جګړه کوي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له خوا په تهران کې له دوی سره لیدنې دوه پیغمونه لېږدولي دي. لومړی پیغام دا چې دوی مهم دي او امارت غواړي ورسره خبرې وکړي، څو په راتلونکي کې د هر ممکنه مخالفت او مقاومت مخه ونیسي او دا ستونزه له سیاسي لارې حل کړي. دویم دا چې اسلامي امارت له افغانانو سره د خبرو دروازې تل پرانیستې ساتي او دا د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ګڼي. لومړی ‍پیغام یې سم نه دی، خو دویم پیغام مثبت دی او باید په افغانستان کې واکمن دولت همداسې دریځ ولري. په تهران کې ددې لیدنې د جزیاتو په اړه ډېر څه نشته،‌ خو ویل کېږي چې احمد مسعود او اسماعیل خان د خپلو غوښتنو یو لېست امیرخان متقي ته سپارلی چې پکې تر ډېره د واک پر وېش او دوی ته د امتیازاتو پر ورکړې خبرې شوي دي. د افغانستان خلک له ټولو سیاسي او نظامي مخالفینو سره د اسلامي امارت د خبرو ملاتړ کوي، خو ددې سخت مخالف دي چې له چا سره د واک پر وېش او هغوی ته د حکومتي امتیازاتو په ورکولو جوړجاړی وش‍ي. که واک له نورو سره وویشل شي، نو نه یوازې د اسلامي امارت مانا او مفهوم له منځه ځي،‌ بلکې په افغانستان کې به یو ځل بیا کمزوری، وېشلی او په خپلمنځي ستونزو کې ډوب حکومت وي.‌ له همدې امله خلک په هېڅ ډول د واک د وېش ملاتړ نه کوي.

اسلامي امارت باید په کور دننه او بهر له ټولو مخالفینو سره د خبرو دروازې پرانیستې وساتي، خپل حکومت پراخ کړي، نورو متخصصو او ژمنو کسانو ته پکې ځای ورکړي، خو له هېچا سره د واک پر وېش او د امتیازاتو پر ورکړې معامله ونه کړي. د اسلامي امارت مخالفین هم باید پوه شي چې نور د واک د وېش وخت تېر دی او دوی باید نوي واقعیتونه ومني. که دوی رښتیا د خلکو د ګټو لپاره کار کوي، نو له اسلامي امارت سره باید پر دې خبرې ونه کړي چې دوی ته ونډه ورکړي،‌ بلکې پر دې خبرې وکړي چې امارت نور مسلمان، ژمن او مسلکي افغانان پر حکومت ور ګډ کړي‌، څو موږ یو پیاوړی حکومت ولرو.