روژه او د نرخونو د کنټرول لانجه

د روژې میاشتې له پیل سره سم یو ځل بیا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. په تېرو کلونو کې به هم د روژې له را رسېدو سره سم د خوراکي توکو بیې لوړېدلې. اوس هم د اوړو، وریجو، غوړیو، چای، بورې او نورو خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی. خلک له دې امله په هټیوالو او سوداګرو نیوکې کوي او هغوی د اسلامي اصولو په تر پښو لاندې کولو تورنوي. دا ځل امارت هم د جمهوریت په شان په دې چاره کې تر نیوکو لاندې راغلی دی چې ولې د نرخونو په کنټرول کې پاتې راغلی دی.

په تېر حکومت کې به چارواکو د خلکو نیوکو ته په ځواب کې ځیني نمایشي کارونه وکړل، خو هېڅکله یې ددې ستونزې د حل لپاره اساسي ګامونه وانه خیستل. اوس چې امارت راغلی دی، خلک ترې تمه لري چې د نرخونو په کنټرول کې اغېزناک ګامونه واخلي او په دې اړه له سوداګرو او هټیوالو سره جدي چلند وکړي. امارت له وړاندې د نرخونو د کنټرول هڅې کړې وې، خو ډېرې اغېزناکې نه وې،‌ ځکه چې په دې چاره کې اساسي ستونزې ته پام نه دی شوی. ددې ستونزې اساسي لامل دا دی چې پر افغانستان لا هم د بازار اقتصاد واکمن دی او دغه اقتصادي نظام په بازار کې د مداخلې لپاره د دولت لاسونه او پښې تر ډېره پورې تړلې دي. په دې سیستم کې نرخونه تر ډېره د عرضې او تقاضا پر اساس ټاکل کېږي، نو ځکه پکې د دولت مداخله کارنده نه وي او یا هم نورې ستونزې زېږوي. له هغه چې په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان په اساسي قانون کې افغانستان د بازار اقتصاد ومانه، دا ستونزه را پیدا شوه او تر هغو چې دا سیستم واکمن وي، ستونزه به حل نه شي. له همدې کبله پکار ده چې د ستونزې د حل لپاره اساسي ګام واخیستل شي.‌ ددې تر څنګ ځینې نور کارونه هم شته چې پکار ده ورته پام وشي. له بده مرغه لا هم په بازار کې احتکار په پراخه کچه شته او آن په ځینو خوراکي توکو کې انحصار هم شته.‌ ددې ستونزې د مخنیوي لپاره په تېر حکومت کې هم کوم منظم پلان او پروګرام نه و، خو د امارت په راتګ سره چې د قوانینو په اړه وضاحت ډېر نشته، سوداګر او هټیوال ځانونه لا زیات خوندي ګڼي او څه یې چې زړه غواړي، هغسې کوي. له بله اړخه کپېټلیستي مفکورې د افغانستان خلکو ته یوازې د ګټې فکر ورکړی او هغه ارزښتونه چې موږ لرل، په تېرو شلو کلونو کې زموږ په ذهنونو کې پیکه شوي دي.‌ له همدې امله پکار ده چې د کپټلیستي فکر او ارزښتونو پر ضد مبارزه وشي او پر ځای یې زموږ خپل ارزښتونه بېرته پیاوړي شي.‌ داسې چې سوداګر یوازې د ګټې په اړه فکر ونه کړي،‌ بلکې د ګټې تر څنګ د ثواب او عذاب په اړه جدي فکر وکړي او د خپل خدای تعالی او خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس وکړي.

د نرخونو کنټرول د اسلامي امارت مهمه دنده ده او له شک پرته چې دا چاره د خلکو د رضایت سره مخامخ تړلې ده.‌ له همدې کبله اسلامي امارت باید ددې لپاره بیړني ګامونه واخلي او په اوږده مهال کې هم ددې ستونزې د حل لپاره اساسي لارې چارې ولټوي.