‌په پاکستان کې سیاسي لانجې او یو روڼ پیغام

له اوږدو لانجو وروسته د پاکستان پارلمان ددغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او نوموړی نور د پاکستان پخوانی لومړی وزیر یادېږي. که څه هم عمران خان دا یوه بهرنۍ دسیسه ګڼلې او پر وړاندې یې د اعتراضونو غږ کړی، خو داسې ښکاري چې دا کیسه نوره ختمه ده.‌ له دې سره په پاکستان کې بېړنی حالت اعلان شوی او پر چارواکو بهر ته د تګ بندیزونه لګېدلي دي.‌ له بله اړخه د پاکستان د پارلمان مشر له دندې استعفا کړې او پر ځای یې د مسلم لیک نواز ګوند غړی ایاز صادق د پارلمان مشري کوي. له دې سره پارلمان د نوي لومړي وزیر ټاکلو ته تیاری کوي‌ چې د ۲۰۲۳ کال تر اکټوبر میاشتې به په واک کې وي.

د پاکستان په ټول تاریخ کې کوم لومړي وزیر خپله دنده نه ده پوره کړې او ډېری یې د پوځ له خوا له دندې ګو‍ښه شوي دي.‌ د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر ځل ټاکنو کې په ډراماتیک ډول تر نورو ګوندونو زیاتې رایې وګټلې او له همغه پیله ویل کېدل چې پوځ په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده. د واکمن ګوند پر وړاندې مخالفتونه له پیله وو، خو دغو مخالفتونو په دې وروستیو کې زور واخیست. د پاکستان د پوځ او عمران خان ترمنځ اختلاف ددې سبب شو چې سیاسي ګوندونه لا زیات فعال شي او د پوځ په پټ او ښکاره ملاتړ یې خبره تر دې بریده را ورسوله چې عمران خان یې بې باوره کړ. عمران خان او ملګري یې د خپل ځان پر وړاندې د بهرنۍ دسیسې خبرې کوي چې اشاره یې امریکا ته ده. پر اوکراین تر بریده یوه ورځ وړاندې مسکو ته د عمران سفر د امریکا د غوسې سبب شو او بیا چې عمران خان پر اوکراین د برید په اړه کوم دریځ خپل کړ، ورسره د امریکا او لوېدیځ غوسه نوره هم زیاته شوه. له دې سره د عمران خان اصلي زوال پیل شو. د پاکستان پوځ په واضح ډول د امریکا او لوېدیځ په غوښتنه د خان پر ضد سیاسي حرکتونه وهڅول چې نوموړی څنګ ته کړي. دا هر څه ډېر روښانه وو او ان پوځ د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې ښکاره لاسوهنه وکړه او پر اوکراین برید یې یرغل وګاڼه او ویې غانده. له دې سره خبره ډېره روښانه شوه او هغه دا چې عمران خان د پوځ له خوا ګوښه کېږي او پوځ دا کار د امریکا او لوېدیځ په غوښتنه او د هغوی د خوشاله کولو لپاره کوي.

د پاکستان وروستي بدلونونه ښيي‌ چې لا هم په سیمه کې د ځینو هېوادونو سیاستونه د امریکا په خوښه باید وي او هغوی چې د امریکا په خوښه حرکت نه کوي، په کور دننه له ستونزه سره مخ کېږي. له دې سره هغه هېوادونه چې یو مخ یې تګلارې د امریکا په خوښه نه وي،‌ بیا د چین او روسیې په څنګ کې ولاړ وي او د لوېدی‍ځ له فشارونو سره مخ کېږي. اوس دا زموږ لپاره یوه مهمه پوښتنه ده چې د امریکا او روسیې او ددې تر څنګ د امریکا او چین په لانجه کې موږ څه ډول پاتې کېږو؟ زموږ برخلیک له همدې پوښتنې سره غوټه دی چې پکار ده چې په ډېر دقت او هوښیارۍ ځواب شي.‌