له دولتي وسایطو سره زړه دردونکې بې احتیاطي

 ‌د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هره ورځ ټرافیکي پېښې کېږي. په وروستیو کې په ډېری دغو پېښو کې دولتي موټرونه وي چې پکې پراخه مرګ ژوبله اوړي. پرون په هرات کې په همداسې یوه پېښه کې اته تنه مړه شوي دي. د پېښې لامل د دولت‍ي رنجر موټر د چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده. ددې تر څنګ خلک له دې امله هم شکایت کوي چې د امارت منسوبین دولتي موټرونه په ډېر سرعت سره چلوي چې خلکو ته ستونزې جوړي. په چپه لاس تلل، لوړ هارو‍نونه، بې احتیاطي، له نورو موټر چلوونکو سره ناوړه چلند او په ټوله کې د ټرافیکې قوانینو نه مراعاتول، هغه څه دي چې نه یوازې خلکو ته ستونزې جوړوي،‌ بلکې دولتي موټرونه یې هم زیانمن کړي دي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته ځیني داسې فکر کوي‌ چې دولتي ملکیتونه، ودانۍ، وسلې، وسایل او وسایط دوی په غنیمت نیولي او چې څنګه یې زړه غواړي، نو هغسې چلند وسره کوي. له همدې کبله دا دولتي ملکیتونه، وسایل او وسایط له تخریب سره مخ دي. دا چې د امارت منسوبین له رسمي دندې پرته دولتي موټرونه کاروي او هغه هم داسې کاروي چې نه یوازې د خرابوالي وېره یې نه لري،‌ بلکې نورو خلکو ته هم پرې ستونزې جوړوي، دا خپله همدا مانا لري چې دوی ته دا وسایط په غنیمت پاتې دي. د امارت ځیني منسوبین شته چې ملکي دندې لري او له کوم ګواښ سره نه دي مخ، خو بیا هم لیدل کېږي چې دولتي وسلې ګرځوي او دا کله په خلکو کې د وېرې سبب هم کېږي. خلک چې د امارت د منسوبین دا حالت ګوري، پر دولتي وسایلو او وسایطو خپه کېږي او آن په دې ډول له امارت څخه واټن اخلي.

د دولتي منسوبینو له خوا د دولتي وسایلو کارول خپل اصول او قوانین لري، که څه هم د کورنیو چارو وزارت ځینې لارښونې کړې دي، خو هغه نه یوازې کافي نه دي، بلکې عملي کېږي هم نه. د اصولو له مخې هېڅوک حق نه لري چې دولتي موټرونه او سایط له رسمي دندې پرته وکاروي او شخصي سفرونه پکې وکړي. دوی یوازې دنده ته د تللو او راتللو او یا هم د دندې په جریان کې دولتي وسایل او وسایط کارول شي، له دې ور هاخوا حق نه لري. ددې تر څنګ دوی مسوول دي چې دغه وسایل او وسایط په ښه ډول وساتي، پوره احتیاط ورسره وکړي او که د دوی د بې احتیاطۍ له امله کوم زیان ور رسېږي، مجبور دي چې په شخصي لګښت یې بېرته ترمیم کړي. ددې تر څنګ دولتي وسلې یوازې هغه څوک ګرځولی شي چې د امنیت پر ساتلو بوخت وي او هغه هم دندې په جریان کې؛ له دې پرته څوک د وسلې د ګرځولو حق نه لري. هغوی چې له امنیتي ګواښ سره مخ دي، د ځان ساتنې په موخه وسلې ګرځولی شي، خو ګرځول یې باید داسې وي چې په خلکو کې د وېرې سبب نه شي او یا ترې ناوړه استفاده ونه کړي.

د اسلامي امارت چارواکو ته پکار ده چې د دولتي وسایلو او وسایطو خوندیتوب ته پام وکړي او په دې اړه شته قوانین او اصول عملي کړي. له دې پرته نه یوازې دا چې له بیت‌المال سره خیانت کېږي، دولتي وسایل تخریبېږي او له منځه ځي،‌ بلکې ولس هم ناراضه کېږي.