له اسلامي امارت څخه زیاتېدونکې نارضایتي

  واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په تېره یوه میاشت کې خلک د تېر په پرتله زیات ناهیلي شوي او د اسلامي امارت له کړنو ناراضه دي. ناوړه اقتصادي حالت او وزګارتیا، د بیو لوړوالی،‌ د نجونو د ښوونځیو بند ساتل، د واک انحصار، په دولتي ادارو کې ګډوډۍ او ستونزې، د لویو مسایلو پر ځای پر کوچنیو مسایلو ټیګار، د راتلونکي په اړه د واضح پلانونو نشتوالی، په رسمیت پېژندلو کې ځنډ، د ځینو نظامیانو له خوا له خلکو سره ناوړه او نقانونه چلند او ځینې نورې کړنې هغه عوامل دي چې خلک یې له اسلامي امارت څخه ناراضه کړي دي.

له دولتونو د خلکو رضایت د دولتونو لپاره حیاتي ارزښت لري، هغه دولتونه بریالي دي چې خلک یې ترې خوښ دي او ملاتړ یې کوي، خو هغه دولتونه له زوال او ناکامۍ سره مخ کېږي،‌ چې خلک ترې ناراضه وي. کله چې خلک له دولت څخه ناراضه وي، نو ورسره مرسته نه کوي او آن که دولت سیاسي یا نظامي مخالفین ولري، له هغوی سره مرسته کوي او په دې ډول یو دولت د زوال لوري ته ځي.‌ له اسلامي اړخه هم دا مهمه ده چې خلک له دولت څخه راضي وي او د چارواکو مسوولیت دی چې د خلکو اقتصادي او نورې ستونزې حل کړي او خلک تر ممکنه حده راضي کړي، البته دوی د خلکو د راضي کولو لپاره له اسلامي ارزښتونو نه شي تېرېدلی. که څه هم د اسلامي امارت چارواکي کله کله د خلکو د رضایت خبره کوي او پر خپلو منسوبینو غږ کوي چې د ولس درناوی وکړي، خو په عملي ډول دا کیسه سرچپه روانه ده. ددې پر ځای چې د ولس او حکومت فاصله کمه شي او خلک راضي کړل شي، فاصله زیاتېږي، په ولس کې ناهیلي، خپګان او نارضایتي زیاتېږي. چارواکي باید هغه عواملو ته اساسي پام وکړي چې په ولس کې د خپګان او نارضایتۍ سبب کېږي. ‌دا عوامل ښايي ځینې داسې وي چې د مدیریت وړ وي او ځینې به یې داسې وي چې اوس یې پوره حل ستونزمن وي او وخت ته به اړتیا ولري. د بېلګې په ډول د اقتصادي حالت ‍ښه کول او کار پیدا کول به وخت ته اړتیا ولري، خو ددې لپاره سر له اوسه باید کار وشي او خلک باید درک کړي چې دولت د اقتصاد د ښه والي او کار پیدا کولو لپاره پلانونه لري.‌ ځینې عوامل بیا داسې دي چې سر له اوسه یې مخه نیول کېدای شي،‌ بېلګې په ډول د واک انحصار او هره څوکۍ یوازې مولوي، ملا،‌ قاري او شیخ صاحبانو ته سپارل. اسلامي امارت واک ته له رسېدو وړاندې بیا بیا ویلي وو چې د واک انحصار نه غواړي، نورو ته هم په حکومت کې ونډه ورکوي، خو اوس کیسه هغسې نه ده او دغو انتقادونو ته یې ځواب دا دی چې زموږ سره د تېر حکومت پینځه لکه مامورین کار کوي. لومړی خو دا شمېره سمه نه ده او دویم دا چې ماموریت او واک دوه جلا مفاهیم دي چې باید سره ګډ نه شي.‌ ددې تر څنګ د نجونو ښوونځي باید ژر پرانیستل شي او له خلکو سره د ځینو نظامیانو ناوړه چلند باید ودرول شي، تورې شیشې موټرونه،‌ په چپه لاس تګ، لوړ هارنونه، د نورو ګواښل، وېره خپرول او په واسطو او زور له نورو ځان مخکې کول د جمهوریت د واکمنو او چارواکو کړنې وې چې له بده مرغه د امارت ‌ځینې منسوبین یې هم کوي. دا ټولې کړنې باید ودرول شي او عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.

په ټوله کې د خلکو رضایت د اسلامي امارت لپاره مهم دی او پکار ده چې اسلامي امارت د زیاتېدونکې نارضایتۍ عواملو ته پام وکړي، د خلکو او دولت ترمنځ واټن کم کړي‌ او د خلکو په راضي کولو سره د خپل نظام ستنې ‍پ‍یاوړې کړي. خلک له امارته د اسلام خلاف څه نه غواړي، بلکې هغه څه غواړي چې اسلام چارواکي پرې مکلف کړي دي.