سیمه ییزه همپالنه کتاب چاپ شو

سیمه ییزه همپالنه اثر د آقا محمد قریشي اکاډمیکه څېړنه ده چې د افغانستان په ثبات کې د سیمه ییزې همکارۍ رول ارزوي.
په دې څېړنه کې په افغانستان او سیمه کې د شته فرصتونو په اړه بحث شوی دی، په ځانګړي ډول کوم فرصتونه چې په جنوبي او مرکزي اسیا کې شته څو د سیمې او افغانستان په اړه د تلپاتې ثبات او ټیکاو استفاده ترې وشي.
یاد کتاب اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی، څلور څپرکي او ۲۰۰ مخونه لري چې په لومړي څپرکي کې د موضوع په اړه تیوریک بحث شوی، په دوهم څپرکي کې د افغانستان په بهرني سیاست کې د سیمه ییزې همکارۍ په موضوع، په درېیم څپرکي کې په اقتصادي ډيپلوماسۍ او په څلورم څپرکي کې د افغانستان د ټيکاو لپاره د سیمه ییزو سیاسي او امنیتي همکاریو په اړه بشپړ بحث شوی دی.