بایډن: کانګرس دې د افغانانو د بیا میشتیدنې پلان تصویب کړي

دامریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړه وتلو د دوهمې کلیزې په مناسبت په یو بیان کې له کانګرس څخه وغوښتل چې د افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې پلان تصویب کړي چې متحده ایالاتو ته د نویو راغلیو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابروي.دوه کاله وړاندې، متحدو ایالتونو په افغانستان کې خپله نږدې دوه لسیزې جګړه پای ته ورسوله او وروستی امریکايي سرتېری له شاوخوا شل کلن پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه، له افغانستان څخه ووت.