ایکیګای کتاب چاپ شو

ایکیګای کتاب چې د جاپانیانو د اوږده او خوشاله ژوند رازونه څرګندوي، چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.

«د دې کتاب موخه د جاپانیانو د سل کاله ژوند کولو رازونه راښکاره کول او د داسې لارو چارو په لاس درکول دي، چې په مټ یې تاسو خپل ایکیګای موندلای شی.

د جاپاني وګړو په اند هر څوک یو ایکیګای لري؛ دا هغه څه دي چې فرانسوي فلسفه یې د ژوند کولو سبب او موخه ګڼي. ځینو خلکو خپل ایکیګای موندلی او نور یې اوس هم په لټه کې دي -که څه هم دوی یې په خپل ځان کې لري، فقط موندلی یې نه دی.»

یاد کتاب یوه پیلیزه، نهه څپرکي او ۱۵۱ مخونه لري. لیکوالي یې هیکتور ګارشیا او فرانسیس مورالیس کړې او پښتو ژبې ته ښاغلي علي الله متوکل ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي تازه چاپ او خپور کړی دی.