هینداره؛ د ژوند په مسیر کې د مولانا ځلا

هینداره کتاب چې د ژوندانه په تړاو د لوی مولانا محمد بلخي ۲۱ قوانین بیانوي، نوی چاپ شوی اثر دی.

یاد کتاب دغه هر یو قانون په بشپړ ډول تشریح کړی چې د هر قانون تمرکز په ژوند کې د معنویاتو په ارزښت او د هغې څخه مطلوبه کارونه ده څو د ژوند رښتیني اهداف ترې پلي شي.

یاد اثر ښاغلي غازي محمد منندوی وردګ لیکلی، چې د تصوف او عرفان په برخه کې د پام وړ مطالعه او څېړنه لري. ټول کتاب ۱۵۰ مخونه لري، یوه سریزه او د کتاب په اوږدو کې ۲۱ قوانین تشریح شوي دي. او د کتاب چاپ چارې سروش کتابپلورنځي ترسره کړې دي.

مینوال کولای شي یاد کتاب له اکسوس سربېره د هېواد په نورو مخکښو کتابپلورځیو کې ترلاسه کړي.