د ایرلنډ پروړاندې شل اوریزه لوبلړۍ کې ځوانانو ته چانس ورکړل شوی

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو په را روانه لوبلړۍ کې چې کرکټ بورډ ورته د لوبغاړو نوملړ خپور کړی، په لومړي ځل ۴ ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی. په دغه ۱۵ کسیز نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، رحمان‌الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت عمرزی، نور احمد، مجیب‌الرحمن، وفادار مومن، فرید ملک، نوین‌الحق او فضل‌الحق فاروقي شامل دي. د یادولو وړ ده، چې راشد خان له درې میاشتني ځنډ وروسته لوبو ته راګرځېدلی دی، راشد خان له کرکټ بورډ سره په خپله وروستۍ مرکه کې د خپلې روغتیا او چمتوالي په اړه ډاډ ورکړی و، راشد خان په دې مرکه داهم ویلي، چې که ځوانانو ته په ملي لوبډله کې چانس ورکړل شي او خواري ورسره وشي، نو باوري دی چې قوي لوبډله جوړېدلی شي.