د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ نن شپه دویمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن شپه ۸نیمې بجې دویمه شل اوریز لوبه ترسره کیږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ تردې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه ایرلنډ لوبډلې ګټلې ده. د دریو شل اوریزه لوبو د دې لوبلړۍ ګټلو لپاره ایرلنډ ته یوه لوبه ګټل پکار دي او افغان لوبډله باید پاتې دواړه لوبې وګټي، تر څو دا لوبلړۍ له ایرلنډۍ لوبډلې څخه په خپل نوم کړي. د یادولو وړ ده، چې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تردې وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه ایرلنډ ګټلې او ورپسې د یو ورځنیو لوبو لړۍ بیا افغانستان ګټلې ده.