اسټرلیا له افغانستان سره شل اوریزې لوبې لغوه کړې

د اسټرلیا کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې پر نجونو  د زده‌کړو د بندیزونو له امله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپله راتلونکې دوه اړخیزه لوبلړۍ لغوه کوي. ټاکل شوې وه د درې شل اوریزو لوبو دا لوبلړۍ د روان ۲۰۲۴ زیږیز کال په اګسټ میاشت کې متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي. له دې مخکې د اسټرلیا کرکټ بورډ له افغانستان سره یوازنۍ ټېسټ لوبه او بیا د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ هم لغوه کړې وه.