د افغانستان کرکټ بورډ پر بې پرې او له سیاست لرې کرکټ ټینګار کړی

د افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لغوه کولو په اړه خواشیني څرګنده کړې او وایي؛ کرکټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي. اسټرالیا له افغانستان سره دا درېیم ځل دی، چې د کرکټ شل اوریزه لوبلړۍ لغوه کوي. اسټرالیا وايي، د دغو لوبو د لغوه کولو ستر لامل په افغانستان کې د سرپرست حکومت لخوا پر نجونو لګېدلي بندیزونه او له هغې ډلې د نجونو په ورزش لګېدلی بندیز دی. کرکټ بورډ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسټرالیا دولت له لوري د یاد هېواد پر کرکټ بورډ شته فشارونه درک کوي؛ خو اړینه بولي چې ورته ستونزې د دواړو کرکټ بورډونو د ګډ کار په پایله کې حل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې تړاو یې له اسټرالیوي لوري سره پخوا هم خبرې شو وې او د اسټرالیا له دولت څخه هیله لري چې خپل سیاستونه دې پر کرکټ بورډونو نه تحمیلوي، بلکې د دې لوبې د لا ډېر پرمختګ او ملاتړ لپاره دې هڅې وکړي.