مسکو کې پر یوه کنسرت د برید له امله ۱۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو په یوه پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. د ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې څلور کسان د کراسنوګورسک کرکیوس ښاري تالار کې پر خلکو ډزې کوي. د روسیې دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي، ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شوه او وروسته د تالار چت هم اور واخیست. د روسي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د موسیقۍ د دې کنسرت لپاره ۶۰۰ ټکټونه پلورل شوي وو. روسي چارواکو له پېښې وروسته په هوايي ډګرونو او تمځایونو کې امنیتي تدبیرونه نور هم سخت کړي دي.