پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه نور پور غواړي

د پاکستان د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې پلان لري د پیسو له نړیوال صندوق څخه نور پور هم واخلي. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په اپرېل میاشت کې به د یاد بانک له چارواکو سره وګوري او هڅه کوي چې د پور له تر لاسه کولو سره د هېواد اقتصادي ثبات وساتي. نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې څومره پور به تر لاسه کړي، خو راپورونه وايي چې ښايي نوموړی به له یاد صندوق څخه اته میلیارده ډالره پور وغواړي. اورنګزیب دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوسمهال د پاکستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.