په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا خبر ورکړی، چې اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده. اوچا ویلي، چې یادې پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي. او چا تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې له افغانستان سره د اسپانیې د دې مرستې مننه هم کړې ده. د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران د بشري مرستو اړتیا لا پسې سخته کړې ده. د اوچا په خبره د افغانستان د نفوس تر نیمایي زیات شمېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
اسپانیا له افغانستان سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه
Related Content
جاپان له افغانستان سره ۶،۹ میلیون ډالره مرسته کوي
by
Hameed Hamidi
مې 14, 2024
م.م: پاکستان کې کارت لرونکي کډوال هم له فشار سره مخ دي
by
Hameed Hamidi
مې 14, 2024
خوست کې ۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي سوځول شوي
by
Hameed Hamidi
مې 14, 2024
بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۰ زره ماشومان بې سرپناه پاتې
by
Hameed Hamidi
مې 14, 2024
د بغلان سېلاب ځپلو ته دقطر یوه جوپه بشري مرستې را رسېدلې
by
Hameed Hamidi
مې 14, 2024