امریکا کې د کښتۍ د ټکر له امله یو ستر پل نړېدلی

د امریکا د بالتیمور په ښار کې یو ستر پل وروسته له هغه ونړېد چې یوې کښتۍ ورسره ټکر وکړ او له کبله یې ۲۰ تنه او یو شمېر موټر سیند ته ولوېدل. دا پېښه پرون رامنځته شوې او پر پله باندې د موټرونو له څراغونو څخه ښکاري چې د نړېدو پر وخت پر دغه پله باندې موټرونه موجود و. د بالتیمور د اور وژنې د ادارې مشر کیون کارټریټ وویل چې د ژغورنې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلی او صفر درجې د سانتي ګراد ته نږدې په سړو اوبو کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي. په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره تر اوسه نه ده څرګنده. دغه ۲.۶ کیلومتره اوږد پل په ۱۹۷۷ کې پرانیستل شوی او هر کال وباندې لږ تر لږه ۱۱ میلیونه موټر تېرېدل.