م.م: تېره یوه لسیزه کې ۶۳ زره پناه غوښتونکي په لارو کې مړه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې په تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۶۳ زره پنا غوښتونکي له خپلو هیوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه او یا بې درکه شوي دي. دغه اداره وايي، چې تر ټولو ډېر یعني په سلو کې ۶۰ کډوال په سمندرونو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي. د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په خبره، په تېرو لسو کلونو کې ۲۸ زره ۸۵۴ تنه د کډوالۍ په ترڅ کې بې درکه شوي دي. د مړیو شویو او بې درکه شویو کډوالو په درو کې یوه برخه هغه کډوال دي چې د افغانستان، میانمار، سوریې او ایتوپیا له جګړو تښتېدلي او هڅه یې کړې چې نورو خوندي هیوادونو ته لاړ شي. ډېری افغانان ایران ته او یا له ایران څخه ترکیې او همداراز له ترکیې څخه یونان ته د تګ په لارو کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.