یونیسف: روان کال ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي

یونیسف یا د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي چې سم نیمايي ماشومان دي. دې ادارې په یو راپور کې دا خبره کړې او زیاته کړې ده، افغانستان د طبیعي پېښو لکه، د سېلابونو، زلزلو، د ځمکې ښوېیدنې او وچکالۍ سره مخ دی چې لوی لامل يې د غرنیو سیمو او چاپېریال خرابوالی دی. په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۴ کال کې د اقلیمي بدلون له کبله ښايي په اوړي کې بې وخته سېلابونه وبهیږي چې ورسره به کرنیزې ځمکې او زېربناويې زیانمنې او د داخلي بې ځایو په شمېر کې زیاتوالی راشي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو ډېر متاثره شوي. یونسیف یو ځل بیا ویلي، په افغانستان کې څه باندې۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې څه باندې ۱۲ میلیونه يې ماشومان دي.