سره میاشت د سوري زړه نارغۍ ۲۵ نورو ماشومانو درملنه کوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په سوري زړه ناروغۍ اخته د ماشومانو یوه بله ډله هم په کابل کې دوو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندلې ده. افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ۲۵ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په هیواد کې دننه روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي، چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. د يادولو وړ ده، په تېرو ۲۰ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲ زره ۹۹۸ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.