د غوري سیمنټو فابریکې کلني عواید ۳۰ سلنه زیات شوي دي

د بغلان ولایت د غوري سیمنټو فابریکې مسوولین وايي، چې د ۱۴۰۱ کال عوایدو ته په کتو یې د ۱۴۰۲ کال عواید ۳۰ سلنه زیات شوي دي. د دې فابریکي مسوولین وایي، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې ۱۵۰ زره ټنه سیمنټ تولید کړی، چې ۹۰۰ میلیونه عواید یې ترې تر لاسه او د حکومت خزانې ته  یې سپارلي دي. د مسوولینو په خبره د غوري سیمنټو تولید کېدونکي سیمنټ له ځانګړي کیفیت څخه برخمن دی او ځکه یې په ۱۴۰۲ کال کې یې د پېر لپاره غوښتنې هم ډېرې شوې وې. د دې فابریکې فني کارکوونکي وايي، چې که د تولید کچه یې تر دې هم لوړه شي، نو لسګونه نورو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي او هم به مو هیواد د سیمنټو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شي.