د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د نوي کال له پيل سره سم په مرکز پلعلم او خروار ولسوالیو کې څلور نوي ښوونځي جوړ او د زدهکوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي، چې د مرکز پلعلم او خروار ولسوالیو د اوسېدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ په دغه ولایت کې څلور نوي ښوونځي پرانېستل شول. عرب زیاته کړه، په جوړو شویو ښوونځیو کې په پلعلم کې د حضرت بيبي حلیمې (رض) او د حضرت طارق بن زیاد (رض) او په خروار ولسوالي کې د حضرت محمدمصطفْی (ص) او د حضرت خالد بن ولید (رض) په نومونو ښوونځي شامل دي. د نوموړي په خبره، د جوړو شویو ښوونځیو په سیمو کې پخوا ښوونځیو شتون نهدرلود، چې اوس د دغو ښوونځیو په جوړولو سره شاوخوا دوه زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
په لوګر کې ۴ نوي ښوونځي د زدهکوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي
- Categories: افغانستان
Related Content
ترکیې ته د افغانستان په صادراتو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی
by
Hameed Hamidi
مې 13, 2024
د بغلان سېلاب ځپلو سیمو ته ۱۷ روغتیايي ټیمونه استول شوي
by
Hameed Hamidi
مې 13, 2024
میدان وردګو کې د ۲۰۰زره ډالرو په لګښت یو جومات او ښوونځی جوړېږي
by
Hameed Hamidi
مې 13, 2024
نیمروز کې تېر کال ۴۳ زره پېژند پاڼې وېشل شوې دي
by
Hameed Hamidi
مې 13, 2024
بغلان کې د سېلابونو له امله تړل شوې لارې بیرته پرانیستل شوې
by
Hameed Hamidi
مې 13, 2024