افغانستان

په داسې حال کې چې طالبانو د امریکا خلکو او سنا ته د یوه لیک په استولو سره په افغانستان کې د جګړې د درولو غوښتنه کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تاداميچي ياماموتو وايي چې د کابل پروسې دويمه ناسته د سولې او ثبات لپاره غوره فرصت دی.ياماموتو چې پرون يې يوې غونډې ته وينا کوله…
د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان پولیسو د اصلاحاتو څلور کلنه ستراتېژي جوړه شوې او ټولو هغو مواردو ته پکې ځای ورکړل شوی چې له پولیسو يې تمه کېږي.د کورنیو چارو وزیر ویس ‌احمد برمک پرون په همدې تړاو يوې جوړې شوې غونډې ته وويل، د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو څلورکلنه ستراتېژي يې له مختلفو لورو او…
په شمال زون کې د کوچیانو د سرتاسري شورا مسوولین وايي چې افغان امنیتي ځواکونه یې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د طالب وسله والو په نوم نیسي او زندانونو ته يې استوي. په شمال زون کې د کوچیانو شورا مشر سید محمد حریق ازادي راډیو ته ويلي چې له يوې خوا يې طالبانو ژوند تريخ کړی او له بلې…
د پاکستان د پوځ مشر وايي چې طالبان او حقاني شبکه د خپلو فعاليتونو لپاره په پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو استفاده کوي.د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه چې د مونیخ په امنيتي کنفرانس کې يې وينا کوله ويلي، تر هغو چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه نه شي نو د ترهګرۍ پر ضد…
د پښتونخوا په سوات کې د پاکستاني پوځ پر ضد ولسي احتجاج پيل شوی دی. احتجاج کوونکي له خپلو سيمو د پوځي پوستو د ټولولو غوښتنه کوي او دغه راز د ترهګرۍ ضد شعارونه ورکوي. دوی وايي، له تېرو لسو کلونو د پاکستاني پوځ له لوري ځورول کېږي او نور نه شي کولی چې دغه حالت وزغمي.سياسي فعال غيرت خان…
د سمنګان ګوښه شوی والي عبدالکریم خدام وايي، د جمعيت ګوند او حکومت د هوکړې پر بنسټ د والي په توګه ټاکل شوی او ولسمشر يې د ګوښه کولو واک نه لري.خدام، ټينګار کوي چې د جمعيت ګوند او ترکمن قوم د مشرانو د پرېکړې له مخې به پرېکړه کوي چې دنده پرېږدي او که دوام ورکړي.د چارو شنونکي بيا…
په کابل او بغداد کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خليلزاد پر افغان حکومت غږ کړی چې د لويو مسايلو د هوارولو لپاره دې سياسي شورا جوړه کړي.خليلزاد له ازادي راډيو سره په مرکه کې پر سياسي څېرو هم غږ کړی چې د وضعيت حساسيت دې درک کړي او له خپلمنځي اختلافونو دې تېر شي.هغه ويلي چې افغان سیاسي مشران…
هند او ايران په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې خپلې همکارۍ ډېروي. د ايران ولسمشر حسن روحاني، چې هند ته په رسمي سفر تللی و، پرون د دغه هېواد له لومړي وزير نرېندرا مودي سره کتلي دي.هندي رسنۍ وايي، په دغه ليدنه کې د هند او ايران تر منځ د همکاريو…
د کندهار د امنيې قوماندان وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مخالفت د زغم وړ نه دید کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش یوه ملي پروسه ده او له دې ملي پروسې سیاسي ګټنه د منلو وړ نه ده.نوموړی د هغو کسانو پر وړاندې د درېدو ګواښ هم کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مخالفت…
ټاکل شوې چې د روانې اونۍ تر پايه په هرات کې د ټاپي پروژې کار پيل شي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته ویلي چې د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې به د دې پروژې د غړو هېوادونو چارواکي ګډون کوي. فرهاد ويلي: «په تدارکاتي، امنیتي او تشریفاتي برخو کې تیارۍ نیول شوې او…
د سرو لښکرو د وتلو نمانځغونډه د برېښنايي پېژندپاڼو پر سر د اختلافونو تر سيوري لانده وهد ولسمشر دويم مرستيال وايي چې د افغانانو ملي هويت په اساسي قانون کې تعريف شوى، سياسي ډلې او اپوزېسيون بايد په هر ډول شرايطو کې دغه قانون د ملت سره کرښه وبولي.د ملي يووالي حکومت ډېری چارواکي پرون په ارګ کې له افغانستانه…