افراسياب خټک: د اسلام اباد احتجاجي غونډې پر پښتنو د روانو ظلمونو غبرګون دی

د کوزې پښتونخوا فعال سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړى افراسياب خټک وايي چې په اسلام اباد کې روان پراخ احتجاج په پاکستان کې پر پښتنو د ظلم، جبر او د هغوی د منزوي کولو غبرګون دى.
له تېرې يوې اونۍ راهيسې زرګونه پښتانه په اسلام اباد کې راټول شوي او د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب مسيد د وژل کېدو په غبرګون کې يې احتجاجي غونډې پيل کړې دي.
نقيب الله مسيد په کراچۍ ښار کې دوکان درلود او د پوليسو له خوا تر تښتول کېدو وروسته په جعلي نښته کې ووژل شو.
د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې څېړنه پيل کړې او د (راو انور) په نوم د پوليسو د تورن مشر د نيولو حکم يې کړى، خو هغه چېرته پټ شوى دى.
پښتون ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايي، د نقيب الله مسيد وژل کېدل په پاکستان کې د پښتنو او په ځانګړي ډول د قبايلي سيمو د اوسېدونکو پر وړاندې د روانو ظلمونو يوه کوچنۍ بېلګه ده:
«د قبايلي سيمو پښتانه اوس هم د انګرېز د وخت تر تور قانون لاندې ژوند تېروي او هېڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي».
د خټک په وينا، پاکستان په تېرو څو لسيزو کې قبايلي سيمې هغو سيمه ييزو او نړيوالو ترهګرو سازمانونو ته سپارلې وې چې د قبايلو زرګونه مشران يې ووژل.
خټک وايي، تر ترهګرو وروسته بيا د پاکستان پوځ پر قبايلو ظلمونه پيل کړل چې له کبله يې په زرګونو کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته مجبورې شوې.
دی له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د قربانيو د ورکړې په تړاو د پاکستاني چارواکو ادعاوو ته په اشارې سره وايي:
«د پاکستان حکومت وايي چې له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې يې ٥٥ زره وګړي وژل شوي؛ نو په دې کې يې ٩٥ سلنه پښتانه او بيا قبايل دي».
دخټک په وينا، د قبايلي سيمو پښتانه له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د پاکستان د پوځ تر ولکې لاندې دي، په سيمو کې يې مدني او سياسي فعاليتونه بند دي، خو د اسلام اباد احتجاج او لاريون دا هر څه مات کړل او نړۍ يې د پښتنو له ستونزو خبره کړه.
د کوزې پښتونخوا ژورنالېست او مدني فعال ميا فاروق فراق وايي چې په اسلام اباد کې لاريون او احتجاج پښتنو ته يوه نوې روحيه ورکړه .
دى وايي، دا يو خودجوشه تحريک دى، ولس مخکې او تش په نامه ملتپال سياسي ګوندونه يې شاته پرېيښي دي.
فراق زياتوي: «ډېرى تش په نامه ملتپاله سياسي ګوندونه سياست د پښتنو په نوم کوي، خو اصلي کار د پاکستان استخباراتي شبکو ته کوي».
فاروق فراق وايي، د ملتونو د راويښولو تر شا د هغوى سياست، فرهنګ او د چاپېريال وضعيت وي، د پښتونخوا ولس په بشپړ ډول له سياسي مشرتابه څخه بې برخې دی، فرهنګيان او اديبان يې ويده دي او د چاپېريال له حالاتو ناخبره پاتې شوي دي.
نوموړى وايي، فکر نه کوي چې د اسلام اباد تحريک به ډېر بريالى شي، ځکه چې د ده په وينا، په پاکستان کې د پښتنو ضد قوتونه دومره پياوړي دي چې که سبا وغواړي دغه خلک له اسلام اباده شړلی شي؛ خو په وينا يې دا کار ځکه نه کوي چې دغه قوتونه غواړي څو د پاکستان سياست او سياستوال ولس ته بدنامه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.