هوايي بریدونه به ملکي مرګ ژوبله لوړه او د ترهګرو لیکې پياوړې کړي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له ډېرېدو سره سم د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده. امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپلو هوايي ځواکونو ته امر کړی، چې په هر ځای کې دې وسله وال طالبان او داعش جنګیالي په نښه کړي. دوی په دغو بریدونو کې نه یوازې دا چې بې پيلوټه الوتکې کاروي، بلکې د بي - ۵۲ خطرناکو جنګي الوتکو کارونې ته یې هم مخه کړې ده.
که له يوې خوا د هوايي بريدونو پر ډېرېدو ټينګار کېږي، له بلې خوا بيا اندېښنې دا دي چې په دغو بريدونو کې به د تېر په څېر بيا هم ملکي افغانانو ته د سر او مال زيانونه اوړي.
شنونکي د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د افغان حکومت چوپتيا هم د اندېښنې وړ بولي او وايي، همدا چاره د دې سبب کېږي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لا ډېره شي.
د سیاسي چارو شنونکی يوسف امین ځاځی وايي، د بهرنیو او کورنیو هوايي ځواکونو په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او دا مسئله کولی شي د افغانستان روان وضعیت لا کړکېچن کړي.
ځاځي مسير ورځپاڼې ته ويلي، امریکايي ځواکونه غواړي د هوایي بریدونو له لارې د وسله والو طالبانو لیکې کمزورې کړي، خو دغه چاره په تېرو کلونو کې ناکامه ثابته شوې او د ملکي مرګ ژوبلې د ډېرېدو سبب شوې ده.
د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنې په داسې حال کې بيا زور اخلي چې تازه په غزني کې د يوه هوايي بريد له کبله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ورسره جوخت په خوست ولایت کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د یوې کورنۍ اووه غړي، چې پنځه یې سره وروڼه وو، وژل شوي دي.
د چارو شنونکی حلیم شملزی وايي، هوايي بریدونه نه یوازې دا چې د ترهګرو لیکې نه شي کمزورې کولی، برعکس کولی شي چې د وسله والو لیکې پياوړې کړي.
د شملزي په خبره د وسله والو د پیاوړتیا ډېری لاملونه له داخله برابرېږي، بې عدالتي کېږي، پر ملکي وګړو ظلم کېږي، هوایي بریدونه کېږي او د حکومت پر وړاندې د ولس کرکه د وسله والو د لیکو د پياوړتیا سبب کېږي.
يوسف امین ځاځی بیا پر ملکي مرګ ژوبلې د حکومت چوپتیا هم د اندېښنې وړ بولي.
د ده په وینا، د ملکي وګړو ساتنه د حکومت دنده ده، خو له بده مرغه د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې بې پروا دی. هغه پر حکومت نیوکه وکړه، چې د وسله والو مخالفینو او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې افغانانو ته د اوښتې مرګ ژوبې په اړه پټه خوله دی او کوم عملي اقدام نه کوي.
حلیم شملزی بیا د هوايي بریدونو ډېرېدل د حل لاره نه بولي او په وینا یې د دې پر ځای چې د افغانانو په کلو او بانډو کې پر وسله والو بریدونه وشي ښه به وي چې د دوی اصلي مرکزونه او روزنځایونه د افغانستان له پولو بهر په نښه شي.
له دې ټولو اندېښنو سره سره، د پنټاګون یوه چارواکي جېمز هاکر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې په بدخشان او هلمند کې یې د (B-52) الوتکو په مرسته هوایي بریدونه ډېر کړي دي او د دغو بریدونو لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
افغان حکومت د امریکايي چارواکو پر دغو څرګندونو لا پټه خوله دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.