شنونکي: له پاکستان سره د مخامخ خبرو پر ځای دې له هغو هېوادونو سره خبرې وشي چې پر پاکستان فشار راوړلی شي

د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو پلاويو خبرې اترې بې پايلې پای ته رسېدلې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو لوريو د همکاریو د پراختیا لپاره د میکانېزم د جوړولو پر سر خبرو کې پرمختګ کړی، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې، تشدد د کمولو او سولې لپاره د جوړجاړي په برخو کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د چارو شنونکي بيا وايي چې له پاکستان سره خبرو ته يې له وړاندې هم ډېرې هيلې نه درلودې، ځکه پاکستان تر دې مخکې هم هېڅکله پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
دوی وړانديز کوي چې له پاکستان د مخامخ خبرو پر ځای دې له هغو هېوادونو سره خبرې وشي چې پر پاکستان نفوذ لري او دغه هېواد له ترهګرۍ سره رښتتينې مبارزې ته مجبورولی شي.
يو افغان پلاوی د تېرې جمعې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ «د سولې او يووالي د عمل پلان» پر اساس اسلام اباد ته تللی و، چې دوې ورځې يې پرلپسې له پاکستاني لوري سره مذاکرات وکړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ويلي چې افغان او پاکستاني پلاويو پر ځینو مواردو هوکړه کړې، خو پر ځينو نورو مسايلو لا هم کار ته اړتيا ده.
اسلام اباد ته د افغان پلاوي تر سفر وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينه جنجوعه په مشرۍ د هغه هېواد يو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و.
د افغانستان او پاکستان د لوړپوړو پلاويو د مذاکراتو پايلو ته له وړاندې هم ډېرې هيلې نه وې. د چارو شنونکي وايي چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او اړتيا نشته چې افغانستان او پاکستان د ستونزو د هواري لپاره مخامخ مذاکرات وکړي.
د پوهنتون استاد محمد علي امیري وايي، افغانستان له پاکستان سره تاريخي ستونزې لري او همدا ستونزې د دې سبب دي چې د دواړو هېوادونو اړيکې کړکېچنې شي.
په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار محمد شفیق همدم بيا په دې باور دی چې د افغانستان او پاکستان لانجه دومره ژوره ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ په مخامخ خبرو يې هوارېدل ناشوني دي.
همدم پر پاکستان فشارونه يوازېنۍ لاره ګڼي، چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې رښتينولۍ ته هڅولی شي:
«د افغانستان ستراتېژیک همکاران چې متحده ایالات او ملګري ملتونه هم پکې شاملېږي، باید له ځنډ پرته رامخکې شي او د منځګړو په څېر عمل وکړي، په ځينو مواردو کې باید پر پاکستان اقتصادي، سیاسي او حتی پوځي بندیزونه ولګوي او پاکستان اړ کړي چې د افغانستان مشروع غوښتنې ته چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه ده، مثبت ځواب ووايي».
که څه هم امريکا له پاکستان سره کېدونکې نظامي مرستې ځنډولې او ويلي يې دي چې دغه مرستې به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان تر رښتينو اقداماتو پورې ځنډېدلې وي، د امريکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان د دغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې محسوس اقدامات نه دي کړې.
پاکستان له ډېرې مودې راهيسې ترهګرو ته امن پټنځايونه او روزنځي برابر کړي چې له همدې مرکزونو بيا په افغانستان او سيمه کې ترهګريز فعاليتونه تنظيمېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په لومړۍ نېټه ویلي وو چې پاکستان ته يې د ترهګرو يو منظم نوملړ سپارلی او په وينا یې چې د کاغذ پر مخ خبرې نه بلکې عمل غواړي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، سره له دې چې له پاکستان سر ه د افغان پلاوي خبرې ناکامې شوې دي، خو حکومت لا د دغو مذاکراتو د دوام يا ختمولو په اړه پرېکړه نه ده کړې.
د چارو شنونکي بيا وړانديز کوي چې حکومت دې له پاکستان سره د مخامخ خبرو پر ځای د نړۍ له سترو قدرتونو سره خبرې وکړي څو پر پاکستان فشارونه ډېر کړي او په دې توګه د دغه هېواد چارواکي له ترهګرۍ او تاوتريخوالي سره په مبارزه کې رښتينو همکاريو ته مجبور شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.