خوست ته د وزيرو بېځایه شوې کورنۍ: د پاکستان پوځ راسره ظلم کوي، وزيرستان ته نه ستنېږو

په خوست کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي چې که پاکستان يې د سر او مال د ساتنې تضمين ورنه کړي، خپل وطن (وزيرستان) ته نه ستنېږي.
د وزيرستاني کډوالو يو شمېر قومي مشرانو پرون په خوست ښار کې يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل چې پر پاکستان باور نه شي کولی.
د وزيرستاني کډوالو د شورا مشر ډاکټر حيات مسيد وويل چې وزيرستان ته ستانه شوي کډوال د پوځ له لوري په يوه کمپ کې ساتل کېږي او ناوړه چلند ورسره کېږي.
حيات مسيد وويل، يو شمېر رسنيو د پاکستان د حکومت په حواله ويلي چې افغان دولت له وزيرستاني کډوالو سره ناوړه چلند کوي، خو زياته يې کړه چې دوی دا خبرې ردوي او بې بنسټه يې بولي.
د وزيرستاني کډوالو يو قومي مشر ملک شېر عزيز داوړ خبريالانو ته وويل، هغه کډوال چې وزيرستان ته ستنېږي، د پاکستان پوځ له دې لوري ورسره هېڅ ډول سامان نه پرېږدي او دا کار د دوی په زيان دی.
هغه زياته کړه: «هلته مو کورونه ړنګ دي، بازارونه ړنګ دي. داسې يې ړنګ کړي دي، چې هېڅ معلومات نه کېږي چې دا کور د چا دی او هغه کور د چا دی».
د وزيرستاني کډوالو يوه بل قومي مشر حکيم خان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ وغوښتل چې د دغه سازمان له طرزالعمل سره سم دې دوی ته د ستنېدو زمينه برابره کړي.
هغه وويل، باوري دي چې که وزيرستان ته ستانه شي، د پاکستان د پوځ له لوري ځورول کېږي.
د خوست د کډوالو چارو رييس محمد هاشم پژواک خبري اژانس ته ويلي څو چې کډوال په خپله خوښه ستنېدو ته نه وي حاضر شوي، افغان دولت په هېڅ صورت پر دوی فشار نه راوړي چې پاتې شي او يا خپل وطن ته ستانه شي.
په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عمليات پيل کړل، شاوخوا ۵۰۰ زره خلک بې کوره شول او شاوخوا ۲۰۰ زره تنو يې خوست ته پناه راوړه.
د خوست د کډوالو رياست د معلوماتو له مخې، يو شمېر کورنۍ د تېر يو کال په موده کې وزيرستان ته ستنې شوې دي خو شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ کورنۍ لا هم په خوست کې اوسېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.