د بغلان بېځايه شوې کورنۍ: حکومت دې زموږ په کليو کې د پيل کړو عملياتو برخليک معلوم کړي

په بغلان کې د جګړې له وېرې د بېځایه شويو کورنيو غړي وايي چې حکومت دې د دوی په سيمو کې د روانو عملياتو برخليک معلوم کړي.
د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د شهاب الدین سیمې د بېځایه شويو کورنیو غړي ټينګار کوي چې افغان ځواکونه بايد د جګړې لومړۍ کرښه بدله کړي څو دوى خپلو کورونو ته ستانه شي.
د بغلان د مرکز شهاب الدین د خلازیو کلي اوسېدونکي محمد انور پژواک خبري اژانس ته ويلي : «کلي کې مو د افغان ځواکونو په شتون کې هر ساعت د جګړې د پیلېدو وېره شته، له همدې امله له کلي د افغان ځواکونو تر وتلو نه غواړو چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو».
د خلازیو کلي د بېځایه شويو کورنيو بل غړى سرفراز خان وايي چې حکومت دې عملیات ګړندي کړي څو د جګړې لومړۍ کرښه بل ځاى ته انتقال شي.
هغه وايي، طالبان او افغان ځواکونه له شلو ورځو راهیسې یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي، سره له دې چې جګړه نشته خو د جګړې وېره موجوده ده.
د هغه په اند ښه به دا وي چې افغان ځواکونه یې له کلي ووځي څو ټولې بېځایه شوې کورنۍ په ډاډه زړه بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې کړې او ټينګار يې کړی چې د جګړې برخليک دې معلوم کړای شي.
په سیمه کې د شاهین قول اردو د اړوند ټولي قوماندان تورن احمدالله وايي، هغو کسانو ته تر اوسه خپلو کورونو ته د بېرته ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې چې په کورونو کې يې د ماينونو د شتون اندېښنې موجودې دي.
ده ويلي: «سیمه له وسله والو پاکه شوې خو په کلي کې د خښ کړل شویو ماینونو د شنډولو لړۍ روانه ده. کله چې یاد کلي له خښ کړل شويو ماینونو پاک شي په کلي کې مېشت افغان ځواکونه به په یوه امنیتي پوسته کې را غونډ شي، له هغه وروسته به د کلي اوسېدونکو ته د بېرته راتګ اجازه ورکړل شي».
د ملي اردو دغه قوماندان زياته کړې چې د ډنډ شهاب الدین ټولو کلیو د پاکولو په موخه یې پیل کړي چاڼیز عملیات پای ته نه دي رسېدلي.
ده ویلي، دغه عمليات به تر هغه دوام وکړي چې سيمه په ټوليزه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شي.
د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو یوه میاشت وړاندې د بغلان مرکز پلخمري پر ډنډ شهاب الدین سیمه د البرز ۲۲ په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل چې له وېرې یې د دې سیمې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.