د عامې روغتيا وزارت په ۲۱ ولايتونو کې د پوليو واکسينو کمپاين پيل کړ

په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د واکسینو کمپاین پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د پيل شوي کمپاين په لړ کې به شاوخوا شپږو میليونو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له پنځو کلنو کم دي، د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.
د پولیو د له‌‌ منځه وړلو پروګرام مسوول ډاکټر میوند احمدزی وايي، د پوليو ناروغۍ د واکسينو کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان او یونيسېف ادرې په همکارۍ ترسره کېږي.
احمدزي ازادي راډيو ته ويلي چې د روان ميلادي کال له پيله بيا تر اوسه په ټول هېواد کې د پوليو درې نوې پېښې ثبت شوې دي.
د پوليو نوې پېښې دوې د کندهار په سپين بولدک او شاوليکوټ ولسواليو او يوه بله د ننګرهار ولايت په کامې کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، له افغانستان، پاکستان او نایجیریا پرته، د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د پولیو ناروغي له منځه وړل شوې او هڅې روانې دي چې په يادو دريو هېوادونو کې هم دا ناروغي محوه شي.
ويل کېږي چې د هېواد په مختلفو ناامنو ولايتونو کې د ۶۰ زرو په شاوخوا کې افغان ماشومان د پوليو له واکسينو بې برخې پاتې کېږي او همدا چاره د دې سبب شوې چې د پوليو ناروغۍ د محوه کېدو پروسه له خنډونو سره مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت بيا وايي چې د پولیو واکسینو د کمپاين د ترسره کېدو لپاره يې د ۹۵ سلنه سيمو امنیت نیولی او په پاتې نورو سيمو کې هم هڅه کوي چې د ديني علماوو په همکارۍ د پوليو واکسينو کمپاين ترسره کړي.
دینې عالم مولوی احسان الحق حنفي وايي، ټول دیني عالمان مکلف دي چې د پولیو د واکسینو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی وکړي، څو افغانستان له دې ویروسي ناروغۍ خلاص شي.
نوموړي ازادي راډيو ته ویلي:
«علمای کرام مکلف دي چې د عقایدو تر څنګ، د خلکو په روغتیا باندې هم پاملرنه وکړي او هغه څه چې انسان ته مضر او خطرناک دي، دغه دنده هم دوی ادا کړي چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او له ټولو هغو کړنو ځان وساتي چې دوی ته زیان رسوي».
د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو غواړي چې د پولیو واکسينو د کمپاين له پلي کوونکو ډلو سره همکاري وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.