د بهرنيانو په پيسو پر ټلوېزيونونو خپرېدونکي اعلانونه داعش او طالبانو ته کمپاين دی

پر افغاني ټلوېزیونونو په دې وروستیو کې داسې اعلانونه خپرېږي چې په ښکاره د اسلام سپکاوی پکې کېږي او کتونکي یې داعش او طالبانو ته کمپاین ګڼي.
دا اعلانونه چې د بهرنیو ځواکونو په مالي ملاتړ خپرېږي ظاهراً د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د داعش او طالبانو پر مخالفت ټينګار کوي، خو کتونکي وايي چې اعلانونه د حکومت پر زیان او د مخالفینو په ګټه دي. دغه راز په دغو اعلانونو کې د تاوتریخوالي او وحشت ځینې صحنې هم خپرېږي چې د خلکو پر روان منفي اغېز کوي.
په دغو اعلانونو کې یو اعلان په ظاهره د داعش پر ضد جوړ شوی دی. په اعلان کې ویل کېږي چې داعش په سوریه او عراق کې ماتې خوړلې او په افغانستان کې هم ماتې خوري. په دغه اعلان کې د داعش بیرغ، په توره تيکه ليکل شوې کلمه طیبه، له یوې لوړې ودانۍ ښکته را غورځول کېږي چې دیني عالمان يې د اسلام سپکاوی ګڼي.
دیني عالم مولوي محمد یوسف وايي، دا چې داعش له اسلام او کلمې ناسمه ګټه اخلي، د دې مانا نه لري چې اسلام او کلمې ته دې سپکاوی وشي. هغه مسیر ورځپانې ته وویل: «داعش چې کوم بیرغ کاروي دې ته په اسلام کې رایه ویل کېږي او رایه په اسلام کې مقدس بیرغ دی، خو دا چې داعش له دغه بیرغ څخه ناسمه استفاده کوي، دا د دې جواز نه ورکوي چې دغه بیرغ ته دې سپکاوی وشي».
ښاغلی یوسف پوښتنه کوي چې داعش خو له قرانکریم څخه هم ناسمه ګټه اخلي، خو ایا څوک په دې پلمه قرانکریم ته سپکاوی کولی شي؟
نوموړی وايي چې دا ډول اعلانونه نه یوازې دا چې حکومت ته ګټه نه کوي، د داعش او طالب وسله والو د ليکو د پياوړتيا سبب کېږي او مخالفين ترې د خپلو تبليغاتو په توګه ګټه اخلي.
د حقوقي او سیاسي چارو شنونکی اجمل هوډمن وايي؛ کوم تجارتي اعلانونه چې د داعش په اړه د افغانستان له ځینو انځوریزو رسنيو خپرېږي، نه پوهېږو، چې هدف به یې څه وي، خو د دې اعلانونو محتوا ته چې ګورو پایله یې داسې راوځې لکه د افغانانو په روان او ذهنونو کې چې د داعش ډلې په اړه یا لپاره کمپاین کېږي.
د بېلګې په توګه، په اعلان کې راځي چې داعش په عراق کې ماتې وخوړه. په سوريه کې یې بیرغ را ولوېد او په افغانستان کې به هم ماتې وخوري....
هوډمن زیاتوي: «زه د دې اعلان د خپرېدونکې رسنۍ د اورېدونکي یا ليدونکي په توګه د اعلان په اړه داسې فکر کوم، لکه له کومه ادرسه چې زما په ذهن کې په افغانستان کې د یوې نړیوالې خطرناکې ډلې په توګه د داعش پراخ حضور تداعي کېږي».
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته ویلي، دا اعلانونه د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو له خوا جوړېږي.
نوموړی وايي: «دا موږ نه دي خپاره کړي، موږ یې چې خپروو، ټول اصول په نظر کې نیسو، په دې اړه موږ خپل شکایت له غوڅ ملاتړ ماموریت او بهرنیانو سره شریک کړی چې دا اعلانونه باید اول همغږي او بیا خپاره شي».
د ټوليزو رسنیو د قانون له مخې، هر هغه څه چې زموږ د دین او نورو ارزښتونو خلاف وي او یا په روح او روان بد اغېز کوي، خپرول او نشرول یې بند دي.
خو اجمل هوډمن وايي، د حکومت یو مسوولیت دا دی چې په ټولو رسنيو کې د ملت رواني سکون ته د زیان رسوونکو اعلانونو موضوع وڅاري او د افغانستان په ملي امنیت باندې یې ناوړه اغېزو ته په پام سره له خپروونکو پوښتنه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.