تحريک طالبان پاکستان د خان سيد سجنا وژل کېدل تاييد کړل

پاکستاني طالبانو منلې چې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال خالد مسید، چې په خان سید سجنا هم مشهور و، په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.
دغه بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ شوی دی. تر دې وړاندې ځينو سرچينو ويلي وو چې خالد مسيد د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په مرغې سيمه له خپلو پنځو ملګرو سره يو ځای وژل شوی، خو د تحریک طالبان پاکستان ویاند ویلي چې مسید ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی.
ده ويلي چې د خالد مسيد پر ځای مفتي نورولي د تحريک طالبان پاکستان د مسيد څانګې مشر ټاکل شوی.
تحريک طالبان پاکستان د دې ډلې د پخواني مشر بیت الله مسید تر وژل کېدو وروسته، د خپلمنځي لانجو له کبله په دوو برخو ووېشل شو.
د تحريک طالبان پاکستان د نوي امیر په توګه د ملا فضل الله تر ټاکل کېدو وروسته، خالد مسید د پاکستاني طالبانو له لویې او اصلي ډلې بېل شو او په سوېلي وزیرستان کې يې د هغو طالبانو مشري پر غاړه واخیسته چې په مسید قبیلې پورې تړلي وو.
څو میاشتې وړاندې دواړه ډلې یو ځل بیا سره پخلا او یو ځای شوې. د همدې پخلاینې په پایله کې خالد مسید د ملا فضل الله مشري ومنله او دی په خپله د پاکستاني طالبانو مرستیال وټاکل شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.