د افغانستان او پاکستان لپاره د برېټانيې ځانګړی استازی: افغانستان او پاکستان دې د ډيورنډ کرښې په اړه په خپله پرېکړه وکړي

د افغانستان او پاکستان لپاره د برېټانيې د لومړي وزارت ځانګړي استازي ګارټ بېلي ويلي، افغانستان او پاکستان دې د ډيورنډ کرښې په اړه خبرې وکړې او په خپلو کې دې په دې اړه پرېکړې ته ورسېږي.
بېلي په کابل کې له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په خبرو کې پر پاکستان د امريکا د فشارونو ملاتړ هم کړی او ويلي يې دي چې فشارونه له پاکستان سره دښمني نه بلکې د افغانستان د امنيت د ټينګښت هڅه ده.
بېلي ټينګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ او د دغه هېواد پر وړاندې يې دريځ روښانه دی:
«موږ غواړو چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې خبرې اترې وکړي او په پايله کې يې سوله ټينګه شي».
د برېټانيا دغه ډيپلوماټيک چارواکي پر پاکستان د امريکا فشارونو ته په اشارې سره ويلي:
«د فشارونو موخه دا نه ده چې پاکستان ته سزا ورکړل شي، د فشارونو موخه دا ده چې وسله والو فعاليتونو ته د پای ټکی کېښودل شي او افغانستان امن راتلونکې ولري».
ګارټ بېلي د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه هم څـرګندونې کړې او ويلي يې دي چې په دې اړه پرېکړه له هېڅ استعماري ځواک سره تړاو نه لري، بلکې د افغانستان او پاکستان خپلمنځي ستونزه ده.
نوموړي په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي:
«فکر کوم دې پوښتنې سل کاله مخکې تر يوه بريده له برېټانيې سره تړاو درلود. اوسني شرایط دا مسئله ردوي چې ډيورنډ دې له برېټانيې سره تړاو ولري. اوس مهمه دا ده چې افغانستان او پاکستان په ګډه په دې اړه پرېکړه وکړي چې پولې يې چېرته وي. هېڅ درېيم هېواد بايد په دې برخه کې خپل نظر پر هغوی ونه زغمي».
د ډيورنډ فرضي کرښې ناقص تړون د امير عبدالرحمان خان او برېټانوي هند تر منځ لاسليک شوی و چې په پايله کې يې د افغانستان لويه برخه خاوره برېټانوي هند ته ور بېله شوه.
دغه کرښه هېڅکله د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه نه ده منل شوې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.