د ننگرهار ځوانان: حکومت دې له ځنډ پرته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پيل کړي

د ننګرهار ځوانانو او مدني فعالانو د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د پيل او په دې برخه کې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
دوی پرون په جلال اباد ښار کې يوې خبري غونډې ته وويل چې حکومت بايد له ځنډ پرته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهير پيل کړي.
د ننګرهار د ځوانانو امر مطيع الله احمدزي وويل چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش يوه ملي پروسه ده او هېڅ خنډ بايد د دې لامل نه شي چې دغه پروسه وځنډېږي.
هغه زياته کړه، د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش سره امنيتي ستونزې کمېدلی شي، اقتصاد ورسره وده کولی شي او هم رڼو ټاکنو ته زمينه برابرېدای شي.
مدني فعال نور احمد نوراني هم د پېژندپاڼو د وېش پر پيل په ټينګار سره وويل چې د برېښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې پراته ټول خنډونه له منځه وړل شوي او د ولسمشر له بوختياوو پرته بله هېڅ ستونزه د دې ملي پروسې د پيل پر وړاندې خنډ نه شي کېدای.
نوموړي زياته کړه: «موږ ته له دې ملي پروسې پرته بله هېڅ موضوع او بوختيا مهمه نه ده او هېڅ خنډ او ځنډ يې پر وړاندې نه منو. يوازې د الکټرونيکي تذکرو د وېش غوښتونکي يو».
د يادولو ده چې حکومت له بيا بيا ژمنو سره سره له تېرو نږدې دريو مياشتو راهيسې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په پيلولو کې پاتې راغلی دی.
که څه هم د دې پروسې د پيل پر وړاندې پراته ټول قانوني خنډونه له منځه تللي، خو د ګوتو په شمېر خلک د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش سره مخالفت کوي او حکومت هم له همدې کبله دغه لويه او ملي پروسه ځنډولې ده.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.