اېکانومېسټ مجلې تر ارزونو وروسته، افغانستان استبدادي هېواد بللی دی

اېکانومېسټ مجلې د ازادۍ او استبداد په تړاو په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ نولسم مستبد هېواد بللی دی.
د اېکانومېسټ د دغه راپور پر بنسټ افغانستان ته د ازادۍ له پلوه له لسو يوازې ۲.۵۵ نومرې ورکړل شوې او د شمالي کوريا، ايران او سوريې په څېر د استبدادي هېوادونو په کتار کې راغلی دی.
په دغه راپور کې چې «د بيان ازادي، تر بريدونو لاندې» په نوم خپور شوی، په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د نړۍ په ۱۶۵ هېوادونو کې د ازاديو کچه ارزول شوې ده.
اېکانومېسټ د دغه راپور په چمتو کولو کې په هېوادونو کې مختلف شاخصونه لکه ټاکنيز بهيرونه، مدني ازادۍ، د حکومتونو کارنده توب، سياسي مشارکت او سياسي کلتور څېړلي او په پايله کې يې ناروې، ايسلنډ او سوېډن ته د ازاديو له پلوه په ترتيب سره له لومړۍ تر درېيمې ليکې ورکړې؛ خو سوريه او شمالي کوريا يې بيا د نړۍ تر ټولو استبدادي هېوادونه بللي دي.
په راپور کې هېوادونه په څلورو کټګوريو (ازادو، د ناقصې ډيموکراسۍ درلودونکو، ترکيبي رژيمونو او مستبدو هېوادونو) وېشل شوي چې افغانستان پکې د استبدادي هېوادونو په کټګورۍ کې راغلی دی.
د اېکانومېسټ په راپور کې افغانستان ته د ټاکنيزو پروسو له پلوه له لسو (۲.۵)، د حکومت د کارنده توب له پلوه (۱.۱۴)، د سياسي مشارکت له پلوه (۲.۸۷)، د سياسي کلتور له پلوه (۲.۵) او د سياسي ازاديو له پلوه بيا (۳.۸۲) نومرې ورکړل شوې دي.
په راپور کې د رسنيو ازادۍ هم ارزول شوې چې افغانستان يې په پايله کې د رسنيو لپاره د يو شديد غير ازاد هېواد په توګه معرفي شوی او له دې پلوه په ۷۱ يمه ليکه کې راغلی دی.
د راپور په يوه برخه کې د افغانستان په اړه ويل شوي: «په افغانستان کې خبريالان له دوامدار ګواښ سره مخ دي، ځکه چې داعش او طالب وسله والو په دغه هېواد کې ګواښوونکی وضعيت رامنځته کړی دی».
د ازاديو او استبداد په تړاو د اېکانومېسټ په کلني راپور کې د افغانستان وضعيت تر پاکستان هم خراب بلل شوی او پاکستان لږ تر لږه د استبدادي هېوادونو په کټګورۍ کې نه دی راوستل شوی.
په راپور کې د وړاندې شويو معلوماتو پر بنسټ، د ملي يووالي حکومت په درې کلنه موده کې په افغانستان کې د استبداد کچه تر پخوا ډېره شوې ده.
د اېکانومېسټ په کلني راپور کې په داسې حال کې افغانستان د استبدادي هېواد په توګه پېژندل شوی چې حکومتي چارواکي تل په لويو پرېکړو کې د ټولنې له مختلفو قشرونو سره د سلا مشورو خبره کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په ځلونو ويلي چې ولسمشر هېڅ لويه پرېکړه په يوازې ځان او خپل سر نه ده کړې؛ بلکې دغسې پرېکړې په مختلفو شوراګانو کې کېږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.