سټولټنبرګ: په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۱۶زرو ته لوړوو

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ يو ځل بيا په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو پر ډېرولو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په دغه هېواد کې به د ناټو سرتېرو شمېر ۱۶ زرو ته لوړ شي.
ويل کېږي چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيران په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې تر وروستيو خونړيو بريدونو وروسته په بروکسل کې بله دوه ورځنۍ غونډه وکړي.
د ناټو عمومي منشي د دې غونډې تر جوړېدو وړاندې يو ځل بيا په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو ډېرول يوه اړتيا بللې او ويلي يې دي: «موږ په دې هڅه کې يو چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۱۶ زرو ته ورسوو، چې دا شمېره به د پخوانۍ ژمنې په پرتله چې ۱۳ زره سرتېري وو، لوړه وي. دا له افغانستان او په افغانستان کې د امنيت له ټينګښت سره زموږ د دوامدارې ژمنې بېلګه ده».
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيران په داسې حال کې د افغانستان په اړه غونډه کوي چې د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا نوې تګلاره د عملي کېدو په حال کې ده.
د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا په نوې تګلاره کې پر دې هم ټينګار شوی چې په افغانستان کې د ناټو د روان پوځي ماموريت لپاره د نورو هېوادونو مرستې هم را جلب او د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو فشارونه ډېر شي.
د ناټو عمومي منشي هم ويلي چې د ناټو ۲۸ غړو په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو په ماموريت کې ونډې اخيستو ته لېوالتيا ښودلې ده.
د چارو شنونکي بيا د بهرنيو سرتېرو ډېرول د افغانستان د لانجې حللاره نه بولي او ټينګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه بايد د افغانستان له پولو بهر په هغو سيمو کې وشي چې طالبان پکې خوندي پټنځايونه لري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.