د ملکي وګړو د خونديتوب په تړاو له اندېښنو سره سره؛ ملي دفاع وزارت وايي چې هوايي بريدونه يې پنځه برابره ډېر کړي دي

ملي دفاع وزارت وايي، د وسله والو مخالفينو پر ضد يې هوايي عمليات پنځه برابره ډېر کړي دي.
د دفاع وزارت چارواکي وايي، افغان هوايي ځواکونه هره ورځ د وسله ‌والو مخالفينو پر ضد له ۱۵ ډېر هوايي بريدونه کوي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري پرون په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې افغان هوايي ځواکونو په وروستیو دوو میاشتو کې ۲۳۵۳ اکمالاتي الوتنې او پر وسله والو مخالفينو ۴۸۶ هوايي بريدونه کړي دي.
وزيري زياته کړه چې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې ۴۵۲ داعش وسله‌ وال، ۴۳ طالب قوماندانان او دوه د حقاني شبکې غړي وژل شوي دي.
وزیري وويل:
«په تېر کې موږ یوازې دوې یا پنځه هوايي ضربې ترسره کولې، اوس کولای شو چې له ۱۵ تر ۴۵ پورې هوايي ضربې اجرا کړو، د دې تر څنګ هر هدف چې موږ امریکايي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ته ورکوو، هغومره ضربې ورکوي، دا په داسې حال کې ده چې په تېر کې کیسه بل ډول وه».
نوموړي وویل، د شويو هوايي بريدونو په پايله کې د وسله ‌والو مخالفينو ۲۲۳ پټنځي او د نشه يي توکو د پروسس پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند ويلي چې د امریکا هوايي ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي، څو پر وسله والو مخالفينو ضربې زیاتې شي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي په داسې حال کې پر وسله والو مخالفينو د هوايي بريدونو د ډېرېدو خبر ورکوي چې په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته اوښتونکې مرګ ژوبله لا هم د جدي اندېښنې په توګه پر خپل ځای پاتې ده.
د چارو شنونکي وايي چې په هوايي بريدونو کې ډېر کله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او دا چاره د دې پر ځای چې د وسله والو ليکې کمزورې کړي د هغوی د جنګياليو د شمېر د ډېرېدو سبب کېږي.
رسنيو په ځلونو داسې راپورونه خپاره کړي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړو او ان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي يووالي حکومت مشران بيا د دې پر ځای چې د ملکيانو دغسې وژنې وغندي او مخه يې ونيسي د پېښو مسووليت د افغان هوايي ځواکونو پر غاړه ور اچوي.
د شنونکو په باور، همدا چاره د دې سبب کېږي چې د قربانيانو د کورنيو غړي او خپلوان د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځای شي او په دې توګه د جګړې سنګرونه تاوده وساتل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.