په کندوز کې بهرنيان طالبانو ته پوځي روزنه ورکوي

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې بهرنيان وسله والو طالبانو ته پوځي زده کړې ورکوي.
د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې له ښه امنيتي وضعيت سره سره، په وروستيو کې د بهرنيانو شمېر ډېر شوی دی.
سعيدي پژواک خبري اژانس ته ويلي: «موږ دقيق اسناد لرو چې په دې ولسوالۍ کې داعش وسله وال نشته، خو يو شمېر بهرنيان پيدا شوي چې نه پېژندل کېږي، څوک دي خو له طالبانو سره نږدې اړيکې لري».
د امام صاحب ولسوال ويلي چې همدغه بهرنيان وسله والو طالبانو ته د پوځي زده کړو د ورکړې تر څنګ د ماين جوړولو تخنيکونه هم ور زده کوي.
سعيدي ويلي، په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنيو وسله والو فعاليتونو اندېښمن کړي او له حکومته يې غوښتي چې پر وړاندې يې چاڼيز عمليات وکړي.
د امام صاحب ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو هم پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د دې ولسوالۍ په ځنګل سيمه کې يې بهرني وسله وال ليدلي دي.
د امام صاحب اوسېدونکي حاجي رحيم الدين ويلي: «ډېر وخت کېږي چې دلته خارجي وسله وال فعاليت لري، غټې پوستې يې جوړې کړې دي، نورو طالبانو ته روزنه ورکوي، خو دولت يې تر اوسه په اړه هېڅ اقدام نه دى کړى».
د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمد رووف هم ويلي چې په امام صاحب کې د بهرنيو وسله والو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
په کندوز کې د ملي امنيت يوې سرچيني په امام صاحب ولسوالۍ کې د بهرنيو وسله والو د شتون پخلی کړی خو ويلي يې دي چې د دغو وسله والو شمېر ډېر يا کم شوی نه دی.
د ملي امنيت دې سرچينې ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به په امام صاحب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات وشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.