وسله وال مخالفين، دولتي ځمکو ته نوی ګواښ

طالبانو په ارزګان کې دولتي ځمکې پر خلکو پلورلې دي. ځايي چارواکي د دې پر ځای چې د طالبانو له لوري پر خلکو د دولتي ځمکو د وېشلو مخه ونيسي له خلکو غواړي چې دولتي ځمکې ونه پېري.
پژواک خبري اژانس د ترينګوټ ښار د ځينو اوسېدونکو له قوله ويلي چې وسله والو طالبانو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د ترينکوټ ښار په ۱۵ کيلومترۍ کې د يوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل کړې دي او دولتي ځمکې پر خلکو پلوري.
سرچينو ويلي، طالبانو په دغه ښارګوټي کې تر دوو زرږ ډېرې د کورونو نومرې او تر دريو زرو ډېر دوکانونه پلورلي او لا هم د ځمکو د پېر او پلور لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د ترينکوټ ښار اوسېدونکي وايي، د طالبانو په ښارګوټي کې په لومړيو کې د هر جرېب ځمکې بيه ۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې وه خو اوس يې ارزښت ۱۵۰ زرو کلدارو ته لوړ شوی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان پېرونکو ته يو ليک ورکوي چې پکې د قبالو په څېر اړين معلومات ليکل کېږي.
د ترينکوټ ښار مدني فعال احمد جاويد خپلواک ويلي، طالبانو پر خلکو دولتي ځمکې پلورلې دي او که حکومت په دې بريالی شي چې د له طالبانو د هغوی تر کنټرول لاندې ټولې سيمې بېرته ونيسي نو پر خلکو پلورل شوې ځمکې به هم را وګرځوي.
د ارزګان د ولايتي شورا غړي عبدالکريم خادمزي ويلي، عامو خلکو خپلې ټولې شتمنۍ د ځمکو پر پېرلو لګولې دي او که حکومت دغه ځمکې بېرته ترې را وګرځوي نو عامو خلکو ته به درانه مالي زيانونه واوړي.
هغه د طالبانو له لوري پر خلکو د دولتي ځمکو پر پلور اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي چې د دغه کار لوی زيان عامو خلکو ته رسېږي.
د ارزګان والي محمد نذير خروټي بيا ويلي چې وسله والو طالبانو نه يوازې دولتي ځمکې پلورلې دي، بلکې د عامو خلکو ځمکې يې هم پر خپلو طالب ملګرو وېشلې دي.
والي سپارښتنه کړې چې خلک دې له طالبانو ځمکې نه پېري؛ ځکه دا ځمکې دولتي دي او د پېر او پلور صلاحيت يې هم يوازې دولت لري.
خروټی وايي، طالبان دا ډول پروګرامونه د خپلو مالي ګټو لپاره پلې کوي او له خلکو په همدې توګه پيسې اخلي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا پر خلکو د دولتي ځمکو د پلور ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې دوی يوازې له خلکو عشر او زکات را ټولوي. وسله وال طالبان له تېرو دوو کلونو راهيسې د ترينکوټ پر ځینو سيمو کنټرول لري. نا تاييد شوي راپورونه وايي چې دې ډلې په ترينکوټ کې د دولتي ځمکو د پلور له درکه نږدې ۷۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارې را ټولې کړې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.