ملي امنيت شورا له طالبانو سره د حکومتي چارواکو د مخامخ خبرو اوازه رد کړه

د هېواد د ملي امنیت شورا هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې د حکومت ځینو چارواکو له وسله ‌والو طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزي له وسله ‌والو طالبانو سره په دوو جلا جلا کتنو کې د سولې مخامخ خبرې کړې دي؛ خو د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه له امریکا غږ سره په خبرو کې دغه راپور بې ‌بنسټه بللی او ويلي يې دي چې افغان دولت له وسله ‌والو مخالفینو سره د سولې هر ډول مذاکرات د سولې عالي شورا له لارې پر مخ بيايي.
قادرشاه ويلي: «د سولې د مذاکراتو په اړه د اسوشېټېډ پرېس په راپور کې هغه ادعا چې، د ملي امنیت شورا دفتر له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او یا هم په دې پروسه کې همغږي وجود نه لري، په کلکه ردوم. له خبري رسنیو څخه مو توقع دا ده چې ټول خبرونه له دقت او کره کولو وروسته نشر کړي».
د ملي امنيت شورا وياند ويلي چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره په هره برخه کې هڅې کوي او د ملي امنیت شورا دفتر هم د سولې په مذاکراتو کې د سولې د عالي شورا له هڅو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوي.
تر دې مخکې د سولې عالي شورا چارواکو منلې وه چې له وسله ‌والو طالبانو سره د سولې په تړاو غیر رسمي تماسونه لري. طالبانو لا د اسوشېټېډ پرېس د وروستي راپور په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.