طالبانو د فراه د انار درې ولسوالۍ تر نيولو وروسته د امنيې قوماندانۍ ودانۍ نړولې ده

د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ مرکز وړمه شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلى او پرون د دې ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا دوه کيلومترۍ کې د طالبانو او ملي اردو ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه.
ويل کېږي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه شاوخوا درې بجې د دې ولسوالۍ پر مرکز بريد پيل کړ.
وسله وال طالبان تر دوه ساعته جګړې وروسته پر دې بريالي شوي چې د ولسوال او امنيې قوماندان دفترونه ونيسي. په راپورونو کې داسې هم ويل کېږي چې وسله والو طالبانو پرون اته بجې د انار درې ولسوالۍ د مرکز په دوه کيلومترۍ کې د ملي اردو مرکز هم تر کنټرول لاندې راووست؛ خو د ملي امنيت دفتر ته نږدې د وسله والو طالبانو او ملي اردو ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې ده.
د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې طالبانو د انار درې ولسوالۍ ځينې وسايل سوځولي خو د امنيه قوماندانۍ ودانۍ يې بيا په بمونو الوځولې ده.
د فراه د ولايتي شورا غړي داد الله قانع ويلي چې د انار درې ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د بريدونو په پايله کې افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې د انار درې ولسوالۍ مرکز يې نيولى او دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي بيا دا ټولې اوازې ردوي او وايي چې د انار درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته نه ده پرېوتې.
دی زياتوي چې افغان ځواکونو يوازې د لنډې مودې لپاره د ولسوالۍ له مرکزه په شا تګ کړی او په وروستي بريد کې يې نه يوازې وسله وال طالبان پسې اخيستې، بلکې هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله هم ور اړولې ده.
د نصرت رحيمي په خبره، افغان هوايي ځواکونو پرون غرمه پر وسله والو طالبانو سخت هوايي بريدونه وکړل چې له کبله يې لږ تر لږه ۵۶ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.