اجرائيه رئيس: خوښ يم چې د ارګ او نور تر منځ لانجه هواري ته نږدې شوې ده

اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او ارګ تر منځ پېښه شوې لانجه هواري ته نږدې شوې ده.
عبدالله چې پرون يې د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې رسنیو ته خبرې کولې د ارګ او نور تر منځ د لانجې پر هواري خوښي وښوده او ويې ويل چې په نورو برخو کې هم د پرمختګونو ښه زېري لري.
نهه ورځې وړاندې د ملي امنیت عمومي ريیس معصوم ستانکزی او د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر ريیس سلام رحیمي بلخ ته تللي وو او له عطا محمد نور سره ‌يې د بندو دروازو تر شا خبرې کړې وې.
ارګ هغه مهال هم د مذاکراتو پايلو ته هيله مندي ښودلې وه او ويلي يې وو چې وروستي مذاکرات به مثبتې پايلې ولري.
د نور وياند منير فرهاد وايي، د ارګ او جمعيت د استازو تر منځ لا هم خبرې روانې دي خو هيله لري چې يوې پايلې ته ورسېږي.
د منیر فرهاد د معلوماتو له مخې، له هغې وروسته چې د ملي امنیت عمومي ريیس معصوم ستانکزي او سلام رحیمي په بلخ کې له عطا محمد نور سره وکتل، په دې اړه په کابل کې د ارګ او د جمعیت اسلامي ګوند د استازو ترمنځ هم خبرې اترې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني اړیکه کې له نور څخه د بلخ نوي والي ته د واک پر سوله ييز لېږد ټينګار کړی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.