د طالبانو په راکټي بريد کې په ننګرهار کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يو راکټي بريد کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه شاوخوا اته نيمې بجې د بټي کوټ ولسوالۍ په نبي خېلو کلي کې د ملکي خلکو پر يو سراچه موټر د راکټ برید کړی دی.
دی وايي، په دغه بريد کې درې ماشومان، دوې مېرمنې او دوه سړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي چې د يوه روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
هغه زياته کړې، ياد ملکي وګړي له يوې فاتحې بېرته د خپل کور پر لور روان وو چې په نبي خېلو سيمه کې د وسله والو له کمين سره مخ شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يو وسله وال طالب چې د وژل شويو د تالاشۍ لپاره موټر ته نږدې ورغلی و، هم په بريد کې وژل شوی چې جسد او وسله يې په سيمه کې پاتې شوي دي.
ځايي اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ويلي چې په پېښه کې مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
هغوی ويلي، وسله والو طالبانو د دولتي کارکوونکو په شک د ملکي وګړو پر موټر راکټي بريد کړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې دغه کار دوى نه، بلکې د اختطافچيانو يوې ډلې کړى دى.
هغه زياته کړې چې د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې او يو تن يې وژلی هم دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.